د عزت سمبول: په افغانانو کې د سر پټولو بیلابیل دودونه
۱۴۰۰ اسفند ۲۸, شنبه![Afghanistan Talibanned | Schönheits Salon Kabul](https://static.dw.com/image/58160153_800.webp)
د منځني او سویلي آسیا پر څنډه کې پروت افغانستان کې ډیر فرعي کلتورونه او توکمونه موجود دي. ظاهراً د دوی ترمنځ توپير د سر پټولو له پاره کاریدونکو مصنوعاتو څخه هم کیدلی شي. د هندوکش په دې هیواد کې د یوه شخص د لونګۍ (پګړی) یا خولۍ پر سرولو انداز، د هغه کس ټولنیز حیثیت هم بیانوي. له دې سره دا خبره هم څرګندیږي چې یو افغان د دغه هیواد د کومې برخې اوسیدونکی او یا د کومې قبیلې پورې تعلق لري.
ازبکي خولۍ
ازبکي خولۍ په عام ډول له پاسه همواره سطحه لري او اطرافو ته ګرد وي او یو څه تنګ معلومیږي. دا خولۍ د لاس په وسیله د اون په رنګینو تارونو سره اوبدل او سینګاریږي. د افغانستان په شمالي سیمو کې د مزار شریف، فاریاب او جوزجان ولایتونو اوسیدونکي زیاتره همدغه خولې پرسروي.
د پښتنو لونګۍ یا پګړۍ
پښنانه او فرعي قبایلي اوسیدونکي د دغه هیواد د نفوسونو تر ټولو لویه برخه تشکیلوي. د افغان طالبانو اکثریت یي پښتانه دي. د پښتنو د یو شمیر قبایلي سیمو اکثریت اوسیدونکي تور رنګه پګړۍ پرسروي.
د ډیر شمیر سیمه ایزو پښتنو په اند پګړۍ یا لونکۍ د پښتون عزت، وقار او پيژندګلوي ده او کله چې یو هلک د لونګۍ پرسرول پيلوي، په دې معنی ده چې نور نو هغه په اصطلاح ځوان یا سړی شوی دی.
کندهارۍ خوله
د سویلي کندهار، هلمند او روزګان ځوانان عموماً نرمه خوله پر سروي چې مخامخ د تندي په برخه کې د ممبر په شکل پرې شوې وې. د دې برعکس سپينږیرې او په ځانګړي توګه بیا بزګران د لونګۍ پر سرولو ترڅنګ پر اوږه یو لونګ یا کوچنی څادر په اوږه اچوي.
ښځینه خولۍ
د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اطرافي سیمو اکثراً ښځې د څادر ترڅنګ خولۍ هم پر سروي. څادرونه د دوی پر سر او اوږو پراته وي او خولۍ یې کله تر څادر لاندې او کله يي هم دپاسه پر سر کړې وي.
د تاجکانو پکول
هغه خولې چې عموماً تاجکان یي پرسروي، پکول بلل کیږي. پکول چې له نرم اون تار څخه جوړیږي په یخنۍ کې د سر په ګرم ساتلو کې مرسته کوي.
د تاجکانو یوه پخواني سیاسي مشر احمد شاه مسعود چې په یوه بمي برید کې وژل شوی و هم په یو خاص انداز کې پکول پرسر کاوه.
قره قل
قره قل په افغانستان کې د سرپټولو یو له لرغونونو قسمونو څخه دی چې د وري د نوي زیږیدلي بچي د پوست له وړیو څخه جوړیږي. د پولې بلې غاړې ته په پاکستان کې بیا دا د جناح ټوپي یا د پاکستان د بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح د خولۍ په نوم مشهور دی.
قره قل د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال په ځانګړي توګه په کابل کې ډیر مشهور شو. مخکې تر دې په شاهي دوره کې د افغانستان پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه هم قره قل پر سروه.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح