1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان صرافانو کاربندیز پيل کړ»

۱۳۹۹ بهمن ۱۸, شنبه

د افغان صرافانو او پولي خدمتونو سرتاسري شورا وايي، د افغانستان بانک نوې تګلارې یې چارې ستونزمنې کړي، نو ځکه یې په کاربندیز لاس پورې کړ. د افغانستان بانک په نوې تګلاره کې څه دي؟

Afghanistan Falschgeld
انځور: AP

د افغان صرافانو او پولي خدمتونو سرتاسري شورا وايي، له نن شنبې ورځې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ ۶مه) به د کابل شهزاده سرای په ګډون په ۳۴ولایتونو کې د صرافۍ ټول مارکیټونه تړلي وي.

د دې کاربندیز لامل د افغانستان هغه نوې تګلاره ښودل شوې چې پکې د صرافانو انفرادي جوازونه لغوه شوي دي. د افغانستان مرکزي بانک وايي، تردې وروسته صرافان اړ دي چې د انفرادي جوازونو پرځای شرکتي جوازونه واخلي. د صرافانو د شورا ویاند محمد هاشم روضه يي دویچه ویله ته وویل، چې په لنډه موده کې د مرکزي بانک دغه نوې طرحه د تطبیق وړ نه ده. «همدااوس شاوخوا ۳۵۰۰ صرافان په انفرادي جوازونو خپل کاروبار کوي، چې په یوه ورځ او یوه میاشت کې ممکنه نه ده چې هغوی ټول پولي شرکتونه جوړ کړي.»

د روضه يي په خبره که مرکزي بانک یو مخې ددغو ۳۵۰۰ صرافانو جوازونه لغوه کړي، نو ورسره تړلي شاوخوا ۲۰۰ زره نور کسان هم خپل کار له لاسه ورکوي.

د مرکزي بانک نوې تګلاره

د افغانستان مرکزي بانک وايي، چې نوې تګلاره یې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي تمویل د غوره مخنیوي په موخه جوړه کړې ده. د دې تګلارې له مخې به پولي شرکتونه ثابته مالیه ورکوي او د همدغه شرکتي جواز په مټ به په ټول افغانستان کې څانګې پرانېستلی شي.

د صرافانو ویاند وايي که د ټولو صرافانو جوازونه لغوه شي، نو ورسره شاوخوا ۲۰۰ زره کسان هم کار له لاسه ورکويانځور: AP

د مرکزي بانک د دفتر د رسنیو مدیر عصمت الله کوهسار د صرافانو په ځواب کې وویل: «د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو شرکتي کولو چاره، نړېوالو همکارانو سره د ژمنې پر بنسټ، د پيسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په موخه پيل کړې. مونږ نه پوهیږو چې ولې زمونږ محترم صرافان له شرکتي جوازونو ویره لري.»

اقتصادي شنونکې سره له دې چې د مرکزي بانک نوې تګلاره په افغانستان کې د پیسو خدمتونو له عنعنوي کولو څخه د عصري کولو پر لور غوره ګام بولي، خو وايي تطبیق ته یې باید سیستماتیک کار وشي. د پوهنتون استاد قیس محمدي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د پيسو د نقل او انتقال لپاره د بانکونو فیسونه ډېر لوړ دي، خلک ځي د حوالې په طرف او په هېواد کې د پیسو د حواله جاتو فیس کم دی نو د بانکونو فیسونو باید ټیټ شي.» 

د پوهنتون د اقتصاد پوهنځي دغه استاد د پیسو پر لېږد رالېږد د څار سختول د جرمونو په ځانګړي ډول د جرمي اقتصادي په مخنیوي کې غوره ګام بولي. د محمدي په خبره د پیسو مینځل او د ترهګری تمویل اوس یوه لویه ستونزه ده چې له قانوني او څارنیزو لارو یې مخنیوی کیږي.

خو د صرافانو ټولنه وايي، د پیسو مینځلو قانون ته په بشپړه توګه ژمن دي او په خپلو پولي معاملو کې همدغه قانون پلی کوي. ددې ټولنې ویاند ښاغلي روضه يي وویل، د پیسو مینځلو یا د ترهګری د مالي تمویل هیڅ داسې پېښه نه ده شوې چې په هغې کې دې صراف ښکېل وي.

د پيسو قاچاق

د افغانستان بانک وايي، چې نوې تګلاره یې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي تمویل د غوره مخنیوي په موخه جوړه کړېانځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

سره له دې چې افغان صرافان د پيسو په قاچاق کې خپله ښکېلتیا ردوي خو د صرافانو د کاربندیز څخه دوه ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي ول چې د قاچاق څو پېښې یې کشف کړي. نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: «مونږ له هوايي ډګره د پيسو د قاچاق مخه نېولې، خو ځینو بیا هرات او حیرتان بندر ته په قاچاقي ډول پیسې لېږدولي او هلته یې له پولیسو سره جوړ جاړی کړی.»

ښاغلي صالح صرافانو ته ویلي چې د صرافانو د امنیتي ستونزې پروړاندې مسؤل دي، خو د کابل هوايي ډګر څخه د پیسو د لېږد جواز ځکه ستونزمن دی چې افغانستان د پیسو مینځلو ضد قانون لري. د صالح په خبره ددغه قانون خلاف اقدام افغانستان د لویدیځ هېوادونو له تحریم سره مخامخ کولای شي.

امنیتي ستونزې

خو صرافان وايي حکومت یې په امنیتي ستونزو هم سترګې پټې کړي. د صرافانو د شورا ویاند محمد هاشم روضه يي وویل، چې یواځې تېر کال د صرافانو د برمته نېونې ۲۵ پېښې شوي چې له دې ډلې ۷ صرافان وژل شوي او پاتې نور یې د پیسو په بدل کې راخوشې شوي.

د روضه يي په خبره د امنیتي ستونزو له امله شاوخوا ۵۰ صرافانو هېواد پرېښی او د شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګه یې له هېواده اېستې ده.

اسماعیل شاکر – کابل

د پيسو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: