1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

لغمان: د دولت شاه ولسوال په یوې چاودنې کې وژل شوی

۱۳۹۹ مهر ۱۶, چهارشنبه

د لغمان چارواکي وايي چي د دغه ولايت د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال د سړک د غاړي په يوه ماين چاودنه کي وژل شوی دی.

Afghanistan Symbolbild Sicherheitskräfte
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Photoshot/S. Safi

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي دويچه ويله ته وويل چي د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا دوې بجې د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د پولیسو پر هاموی موټر د سړک غاړې ماین چاودلی چې د دغې ولسوالۍ ولسوال په ګډون پکې درې کسان وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

هغه وويل چې دغه پېښه د دولت شاه ولسوالۍ په انداکوري سیمه کې شوې: »ولسوال سید شریف پاچا د پولیسو په نظامي موټر کې وو، چې چاودنه پرې شوې ده.«

ویل شوي، د مرګ، ژوبلې دا شمېرې وروستۍ نه دي.

د دولت شاه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ويله ته وویل، پر ولسوال هغه مهال د سړک غاړې ماین چاودلی، چې کله یې انداکوري سیمه کې د موټرو تبادله کوله.

تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا چاودنه داسې حال کې شوې، چې همدا تېره ورځ د لغمان د ولایتي شورا پر رئیس او وړمه ورځ د والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان موټربم برید او چاودنې شوې وې.