1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د شکردرې پر مسجد د بريد مسؤليت ومانه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

داعش ډلې د اختر په دوهمه ورځ د کابل د شکردرې ولسوالۍ په یوه مسجد کې د چاودنې مسئوليت په غاړه واخیست. د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، په دغه چاودنه کې د مسجد د امام، په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.

Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د آلمان خبري آژانس «اسلامي دولت» یا داعش ډلې پورې د یوه اړوندې تبليغاتي سرچينې په حواله لیکي چې د اختر په دوهمه ورځ د کابل د شکردرې ولسوالۍ په یوه مسجد کې د بمی برید مسئولیت داعش ډلې منلی دی.

رپوټ زیاتوي چې داعش ډلې د شنبې په ورځ ناوخته د خپل رسمي تبليغاتې ارګان (Nashir News Agency) له لارې يوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې ېې ادعا کړې چې د یاد مسجد امام چې نوم يې محمد نعمان ښودل شوی، د جهاديانو پر ضد جګړې ته هڅونه کوله. په اعلامیه کې زیاته شوې چې د «خلافت سرتيرو» په مسجد کې چاودیدونکي توکې ځای پر ځای کړل.

د آلمان خبري آژانس زياتوي چې دغې اعلامېې سوچه والی په خپلواکه توګه تصديق کیدلای نه شي.

د افغان امنيتي چارواکو په حواله، په دغې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپیان شوي هم دي. د کمکي اختر په دوهمه ورځ دغه خونړۍ پيښه داسې وخت رامنځ ته شوه چې د طالبانو او حکومت له لورې د اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان شوی وو. دغه اوربند د شنبې په شپه ناوخته پای ته ورسید.

په افغانستان کې د داعش سخت دريځې تروریستي ډلې په وروستيو کې خپل رهبر، جنګیالي او سیمې له لاسه ورکړي او په عین وخت کې افغان حکومت او طالبان يې هم پر ضد جګړه کوي. خو د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰م کال په یوه رپوټ کې ویل شوي دي چې دغه ډله لا هم د دې وړتیا لري چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملې ترسره کړي.

ډي پي اې/م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب