1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د فاریاب دولت آباد ولسوالۍ نیولې ده

۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

طالبانو د فاریاب تر قیصار ولسوالۍ وروسته د دولت آباد ولسوالي هم نیولې ده. دغه خبره د آلمان خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د فاریاب د ولايتي شورا د درو غړو له قوله کړې ده.

Afghanistan Kampf gegen Taliban Mohammad Nabi
د آرشيف انځورانځور: DW/M. Wafayee

د فاریاب د ولایتي شورا غړو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د دولت آباد ولسوالۍ په مرکز کې میشت حکومتي ځواکونه له طالبانو سره د مقاومت پرته د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه وتلي او ګاوندۍ ولسوالۍ اندخوی ته تللي دي.

د ولايتي شورا غړي عبدالاحد علي بيک وايي چې په دولت آباد کې څه باندې لس امنيتي ځواکونه موجود ول چې د هغو برخلیک هم د مخابراتي شبکو د فعالیت د نه شتون له کبله معلوم نه دی.

علي بيک وايي چې د دولت آباد ولسوالۍ له درو کلونو راهیسې د طالبانو په محاصره کې وه او پکې د میشتو حکومتي ځواکونو اکمالات یوازې د هوا له طریقه کیده. د هغه په وینا دغې ولسوالۍ ته تلونکې ځمکنۍ لارې د طالبانو په ولکه کې دي.

وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ د فاریاب قیصار ولسوالي هم نيولې وه. فاریاب د افغانستان په شمال کې پروت دی چې مارشال عبدالرشید دوستم پکې ډير نفوذ لري. د افغانستان د مصالحې عالي شورا غړی، عنایت الله بابر فرهمند چې مارشال دوستم ته د نژدې کسانو څخه دی پر ټويټر ليکلي دي چې د فاریاب دغه دوې ولسوالۍ «د هوايي او ځمکني په موقع ملاتړ د نه شتون له امله سقوط شوي دي.»

دغې ډلې په وروستيو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی. تر دې وړاندې طالبانو د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم ځينې ولسوالۍ نيولي دي. دغې ډلې په ځانګړې توګه د روان کال د می مياشتې له لومړۍ راهيسې چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شوي، حملې ډيرې کړي دي.

دي پي اې/م.ک.ص./ن.ز.