1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په مالیي وزارت کې د فساد په اړه رپوټ

۱۳۹۹ آذر ۱۹, چهارشنبه

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمیټې (MEC) یو تازه رپوټ وايي چې ماليي وزارت لا هم په ګمرکونو کې لازم اصلاحات نه دي راوړي.

Bildergalerie Afghanistan Protest gegen Steuererhöhung
انځور: DW/H. Sirat

د دې کمېټې د دارلانشاء رئیس میوند روحاني دویچه ویله ته وویل چې په ګمرکي تعرفو کې په پراخه کچه جعل روان دی: «هغه اجناس چې د ګمرکونو له لارې افغانستان ته واردیږي، ورته د صادراتو فورمه ډکیږي چې ددغه جعل له امله پر دغو اجناسو د صادراتو مالیه وضعه کیږي پرځای ددې چې د عوایدو مالیه ورکړي.»

ښاغلی روحاني زیاتوي د پاکستان او ایران سره په سوداګرۍ کې ډيري ګمرکي چارې د جعلي اسنادو په مټ ترسره کیږي چې په دې سره د افغانستان یوه لویه برخه ګمرکي عواید شخصي جېبونو ته ځي.

تردې وړاندې د افغانستان د ماليي وزیر عبدالهادي ارغندېوال هم منلې وه چې په ګمرکونو کې نژدې څلوېښت سلنه ګمرکي عواید ضایع کېږي او د حکومت بودیجې ته نه ځي.

په ګمرکونو کې ګومارنې

د مک ادارې د دارلانشاء رئیس وویل، د افغانستان په ګمرکونو کې لاهم ګومارنې د ازادو سیالیو له لارې نه کیږي: «دغه ګومارنې په خپله فساد ته لاره هواروي، په ګمرکونو کې بیروني مداخلې لکه د وکېلانو، مشرانو، نامسئوله وسله والو دغه راز د والیانو، ولسوالانو چې دغه ټولې مداخلې فساد ته لاره هواروي.»

د مالیې وزارت په اړه د اداري فساد د ارزونې په راپور کې راغلي دي چې په دغه وزارت کې د لازمو اصلاحاتو له پاره ۷۴ سپارښتنې وړاندې شوې دي.

په دې راپور کې د یادو سپارښتنو له ډلې د ۵۴ سپارښتنو د پلي کیدلو وضعیت ته کتنه شوې.

هغه سپارښتنې چې نه دي عملي شوي

د دې راپور موندنې ښيي چې مالیې وزارت د روان کال له جولای څخه تر نوومبر میاشتي پورې، له ۵۴ سپارښتنو څخه یوازي د ۲۳ سپارښتنو د پلي کولو کار پیل کړی چې پکې ډیر کم پرمختګ شوی. د میک د ارزونو له مخې دغه پرمختګ ۱۴،۴۲ سلنه اټکل شوی. خو پاتې ۳۱ سپارښتنې تراوسه نه دي پلي شوي.

میوند روحاني په دې اړه وویل: «هغه سپارښتنې چې تراوسه نه دي عملي شوي، په هغو کې عمده سپارښتنې د ګمرکونو د قانون د مسودې نوې کول، د جعلې اسنادو د پلټنې په اړه کورنیو چارو وزارت سره د اړیکو ټېنګول، د داخلي تفتیش رپوټونو په انلاین او چاپي بڼو خپرول، په ماليي وزارت کې د بریښنايي سیستمونو د پیاوړتیا له پاره د ډیټا یا مالوماتو د مرکزي سیستم ایجادول، په بندرونو کې د سکنرونو او ډیجېټل ترازو یا تلو نصبول، په ولایتونو کې د ګودامونو جوړول، د مالیو راټولولو له پاره د بریښنايي سیستم رامنځته کول....»

د میک د رپوټ پر بنسټ تردې مهاله د مالیې وزارت ترسره شوي کارونه د قناعت وړ نه دي او د یاد وزارت ارزښت ته په پام سره لا ډیرو کوټلو او ګړندیو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د حکومت ځواب

د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي په گمرکونو د فساد موضوع مني خو وايي چي گومارني اوس د آزاد رقابت له لاري کيږي.

هغه دويچه ويله ته وويل: «ټول هغه وړانديزونه چي ميک ادارې د ماليې وزارت ته کړي دي موږ يې اوس د تطبيق په حالت کي يوو، يو تعداد مو تطبيق کړي دي او يو تعداد نور پاته دي چي هغه به هم تطبيق سي.»

په ماليي وزارت کې داسې مهال د فساد شتون او پر اصلاحاتو ټینګار کیږي چې نن د ډسمبر نهمه له فساد سره د مبازې نړيواله ورځ ده، خو په افغانستان کې د فساد د کمښت په اړه پرمختګ نه لیدل کیږي.

په افغانستان کې د فساد ضد ځيني بنسټونه وايي چې حکومت په خپله په ډیرو مواردو کې قوانین ماتوي چې د فساد د ډیریدو تر ټولو ستر لامل هم له قانون څخه سرغړونه ده.

په کابل کې د امریکا شازدافیر راس ویلسن له افغان حکومت غوښتي چې د روڼتیا او حساب ورکولو د لومړیتوبونو پیاوړتیا له پاره دې خپلې ژمنې پلې کړي.

نوموړي له فساد سره د مبارزې نړېوالې ورځې په اړه په خپل پيغام کې ویلي دي چې حکومت باید په فساد کې ښکېلو زورواکو ته سزا ورکړي.

 اسماعیل شاکر – کابل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل