د افغانستان او ايران ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ د دواړو هيوادونو ترمنځ د ريل لومړۍ ليکه افتتاح کړه. هغوی هيله څرگنده کړه چې د ريل دا پټلۍ به د دواړو هيوادونو ترمنځ او په سيمه کې تجارت ته وده ورکړي.
انځور: Press office of herat provincial governor
اعلان
د خواف ـ هرات ترمنځ غځيدلې د اورگاډي دا پټلۍ ۱۴۰ کيلومتره اوږده ده او د ایران ختیځ د افغانستان له لويدیځ سره نښلوي. د ريل دا ليکه به ۸۵ کيلومتره وغځوله شي او له هرات ښار سره به وصل شي.
د خواف او هرات دا پټلۍ د افغانستان له پاره چې په وچه کې پروت هيواد دی، يوه ډېره مهمه تجارتي لاره پرانیزي چې د لسیزو جگړو له کبله پکې زيربنايي پروژو ډېر پرمختگ نه دی کړی.
ايران د سيمې پر ترانسپورتي مرکز د بدليدو تمه لري او افغانستان او د آسيا نور په وچه کې گير هېوادونه به وکولی شي له دې لارې خپل تجارتي مالونه په فارس او عمان خليج کې ايراني بندرونو ته ورسوي. ايران له ترکمنستان، پاکستان او ترکیې سره هم د ريل پټلۍ لري.
ب. ص/ ن.ز (AP)
زموږ له آرشيف څخه:
د اروپا تر ټولو ښکلي د ريل تمځايونه
په ريل يا اورگاډي کې سړی نه يوازي آرام او چټک سفر کولی شي، بلکې ښايسته تمځايونه هم ليدلی شي. په دې انځوريز رپوټ کې د اروپا يو څو ښايسته تاريخي او عصري تمځايونه کتلی شئ.
د آلمان د لاېپڅيگ د اورگاډو تمځای د ۲۳ پټليو په درلودو سره د اروپا تر ټولو ستر مرکزي تمځای دی. خو دا يوازې د اورگاډو سټيشن نه دی: دلته کابو ۱۴۰ مغازې، رستورانونه او نور خدمات شته دی.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/M. Nitzschke
بوداپيست: د خپل وخت يو عصري تمځای
بودابيست په مشهورو او شاندارو ودانيو ډک دی. د کيليتي د ريل تمځای هم له دې ودانيو څخه يو دی. د اورگاډو دا تمځای چې په ۱۸۸۴م کال کې پرانيستل شوی، اوس په عصري تخنيک سنبال دی.
انځور: picture-alliance/chromorange/F. Perc
مادريد - د ځنگله په فضا کې گاډي ته انتظار
د اتوچا په نوم دا سټيشن د ۱۸۸۸ او ۱۸۹۲ م کالونو ترمنځ جوړ شوی دی او د مادريد له دوو سترو تمځایونو څخه يو دی. دا د مسافرو له پاره ډېر جالب هم دی: دلته يو ستر باغ موجود دی چې کابو ۷۰۰۰ بوټي پکښې دي او د کشپانو يو حوض هم لري. د تمځای د ودانۍ چت هم د ليدو وړ دی.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/B. Boensch
ليزبن: د پرتگال د پلازمينې د زړه غمی
ښکلي تمځايونه اړين نه دی چې لوی وي. دا خبره د لیزبن په زړه کې پر پروت دې تمځای صدق کوي. دلته يوازې د شا او خوا سيمې ریلونه دريږي. په ۱۸۹۰م کال کې دا تمځای چې دروازې یې د نال شکل لري، پرانيستل شو.