سپورتآسیا
د فوټسال سیالۍ: د تاجکستان په مقابل کې د افغانستان بریا
۱۴۰۴ آبان ۱۳, سهشنبه
اعلان
دغه سیالۍ د اسلامي هیوادونو د پيوستون ورزشي ټولنې په نوښت له اسلامي هیوادونو څخه د اتو ټيمونو په موجودیت کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره کیږي.
د افغانستان ټیم په «ب» ګروپ کې د ایران، مراکش او تاجکستان له پياوړو لوبډلو سره یوځای دی، په داسې حال کې چې د «الف» په ګروپ کې بیا کوربه هیواد سعودي عربستان، ازبکستان، لیبیا او د اذربایجان جمهوریت هیوادونه شامل دي.
دې بریا راتلونکي پړاو ته د افغانستان د لوبډلې رسیدو ته هیلې زیاتې کړي دي او په دغه هیواد کې په د پام وړ ډول د فوټسال لوبې د ودې ښکاریندویې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په افغانستان کې تر ۱۷ کلنۍ د کم عمر لرونکو تنکیو ځوانانو لوبډله په اسیایې سیالیو کې د ایران په مقابل کې اتلولۍ ته رسیدلې وه.