1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منازعاتو شنونکی: په افغانستان کې پيچلتیا نه ده درک شوې

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د شخړو څېړونکي کونراد شِتر په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو د مداخلې په هکله ویلي دي چې دوی د دغه هیواد پیچلتیا سمه نه ده ارزولې او د تاریخي کړکېچونو د پيژندنې په هکله یي غفلت کړی دی.

Afghanistan | Bundeswehr Soldaten
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان په بن ښار کې د شخړو یا منازعاتو د مطالعاتو د نړیوال مرکز مشر کونراد شِتر، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نومبر۲۱) د آلمان پارلمان د څېړنیز کمېسیون په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د دغه هیواد د ماموریت په هکله خبرې وکړې.

نوموړي وویل هغه کړکېچونه چې په افغانستان کې تاریخي سابقه لري، په بشپړ ډول نه دي پيژندل شوي او آلمان فکر کاوه چې له یوه بې پرې دریځ څخه به «مثبتې اغیزې پریږدي او حتی په افغانستان کې به د سولې په ټنګښت کې ونډه ولري.»

شتر وویل چې د افغانستان په ماموریت کې شاملو قدرتونو تر ډیرې مودې فکر کاوه چې کولی شي بې طرفه پاتې شي. هغه زیاته کړه: «هغوی د هم هغه پیل راهیسې د شخړې یوه برخه ول. زما په نظر دا د هغوی یو تر ټولو ستره اشتباه ارزونه وه.»

اړوند: د ناتو پخوانی قوماندان: له افغانستانه د پوځونو ایستل تیروتنه وه

سربیره پر دې د دغه الماني پروفیسور په خبره، د لوېدیځ سیاستوالو افغانستان ته د یوه خالي فضاء په نظر کتلو او فکر یي کاوه چې کولی شي هلته خپله مفکوره او تصورات عملي کړي.»

د دغه کارپوه په نظر، دا چې طالبان القاعده ترهګرې شبکې ته ورته یوې ډلې په توګه و انګیرل شوه، یوه له اصلي تیروتنو څخه وه او لوېدیځ ځواکونو هغه تصور چې له یوه دښمن څخه یي درلود، د افغانستان د بیارغونې د څرنګوالي په لاره کې یي د خپل تصور مخته د یوه خنډ په توګه ګڼلی و.

نوموړې په دې غونډه کې وویل چې په ورته وخت کې نړیواله ټولنه په شدید ډول پر هغو په اصطلاح «اشرافو» تکیه وکړه چې په تاوتریخوالي کې یي لاس درلود او په ۲۰۰۱م کال کې یي د طالبانو رژیم په را نسکورولو کې اساسي نقش درلود.

دغه الماني پروفیسور وویل چې په افغانستان کې د لوېدیځ ځواکونو: «د سیاسي نخبه ګانو په برخه کې خپله توجه پر یوې ډیرې کوچنۍ ډلې متمرکزه کړه. تر یوې اندازې دلیل یي دا وو چې دغه ځواکونه په دقیق ډول نه پوهیدل چې کوم کسان د سیاسي نخبه ګانو په توګه ګڼل کیږي.»

په داسې حال کې چې د کونراد شتر په وینا، ډېرو افغانانو دا احساس درلود چې هغه ډلې چې تر ۱۹۷۹م وروسته ۲۰ کاله یي په افغانستان کې جګړه پر مخ وړې ده «یو ځل بیا واک ته رسیدلي دي او هغوی ته اعتبار ورکړل شوی دی.»

اړوند: امريکا: ناټو ځواکونه په گډه له افغانستانه وځي

د آلمان د پارلمان کمېسیون چې په افغانستان کې د آلمان د ماموریت په هکله د څېړنې په خاطر رامنځته شوی دی اراده نه لري چې یوازې تیر وخت ته کتنه وکړي، بلکې غواړي اوسنیو او راتلونکو ماموریتونو ته هم وړاندیزونه مطرح کړي.

د آلمان پوځ د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په وروستیو کې، وروسته له نږدې ۲۰ کلونو خپل ځواکونه له افغانستان څخه و ایستل. طالبانو د همدې کال په اګست میاشت کې بې له دې چې د افغان ځواکونو د پام وړ مقاومت سره مخامخ شي، په کابل کې واک په خپل لاس کې واخيست.

Me, af (dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل