1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريت تمديديږي»

۱۳۹۹ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د يوه رپوټ پر اساس د آلمان فدرالي حکومت په نظر کې لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموريت د روان ميلادي کال تر پايه تمديد کړي. د رپوټ په حواله به په افغانستان کې د آلماني عسکرو په شمير کې کوم تغير را نه شي.

Bundeswehr in Afghanistan
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان لومړي تلویزيون «ای آر دي» د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د د دغه هيواد حکومت په پام کي لري چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموريت د روان کال تر پايه پورې تمديد کړي. په افغانستان کې د آلماني عسکرو اوسنی ماموريت چې ۱۳۰۰ عسکر پکې شامل دي، د مارچ پر ۳۱ نېټه پای ته رسيږي.

د دې رسنۍ د رپوټ په حواله د آلماني ځواکونو د ماموريت د تمديد وړاندیز تر دمګړۍ د اړونده وزيرانو له خوا د تصويبیدو په حال کې دی او په پام کې ده چې نن، چهارشنبه (د فيبروري ۱۷مه نيټه) کابينې ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان د اپريل مياشتې تر پايه پورې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کوي. بل لوري ته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو اترو پرمختګ نه دی کړی او نه هم په افغانستان کې د طالبانو بريدونه کم شوي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس لا دمخه په افغانستان کې د آلماني عسکرو له ماموريت تمديد سره موافقه ښوولې وه. د دفاع وزارت يوه وياند د «ای آر دي» شبکې ته ويلي چې دمګړۍ د دفاع او د بهرنيو چارو وزارتونه د چمتووالي نيولو په حال کې دي او په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموريت تمديد ممکن او د تصور وړ دی.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې په سپتمبر مياشت کې په دوحه کې پيل شول، له اوونيو راهيسې ډېر ورو پر مخ روان دي. په همدې حال کې په افغانستان کې تاوتريخوالی زیات شوی دی. دې وضعيت د امريکا متحده ایالاتو نوی حکومت له افغانستانه د خپلو عسکرو د راايستلو په اړه غور ته اړ کړی دی.

اړونده موضوع: په افغانستان کي د آلماني عسکرو د امنیت په هکله اندیښنې

د دونالد ترمپ په مشرۍ د امريکا مخکني حکومت او طالبانو د ۲۰۲۰م کال په فيبرورۍ میاشت کې د يوې توافقنامې په لاسليک کولو سره له افغانستان د امريکايي عسکرو د وتلو پر سر هوکړه کړې وه.

 ب. ص/ ن. ز (epd)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل