1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان هره اونۍ کابو ۲۰۰ افغانان را انتقالوي

۱۴۰۱ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

د آلماني چارواکو په حواله دغه هېواد اوس هم افغان سيمه ایز همکاران او د هغوی د کورنيو غړي آلمان ته انتقالوي. زياته شوې چې په اوسط ډول په اونۍ کې «۲۰۰ افغانان له پاکستان څخه د الوتکو له لارې آلمان ته انتقال شوي.»

Konflikt in Afghanistan | Bundeswehr in Taschkent
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چار وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د می مياشتې ۳۱مه نيټه) د فونکه رسنیزې ډلې د ورځپاڼو د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې د آلمان حګومت د پاکستان ترڅنګ یې له ايران څخه هم په منظم ډول آلمان ته د افغانانو د انتقال لاره هواره کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې په اوسط ډول «په هره اونۍ کې کابو دوه سوه افغانان يوازې له پاکستان څخه آلمان ته راوړل شوي دي.»

د وزارت په حواله واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې د آلمان سفارتونو وکولای شول چې «تر ۱۸ زرو ډېرو سيمه ایزو همکارانو او له خطر سره مخامخ کسانو ته چې د آلمان د حکومت له خوا یې د منل کيدو ژمنه ترلاسه کړې وه، او همدا راز د هغوی کورنيو ته ويزې ورکړي.»

د وزارت د معلوماتو له مخې يوازې د ۲۰۲۲م کال په سر کې په دوو مياشتو کې دننه له کابو ۵۰۰۰ له هغو کسانو سره چې پاسپورتونه یې نه لرل، له افغانستان څخه د ځمکې له لارې په وتلو کې او بيا آلمان ته په رسيدو کې مرسته شوې ده.

پروازول: افغان سيمه ایز همکاران بايد هېر نه شي

له هغه راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د آلمان حکومت د تخلیې پر پروسې سختې نيوکې کيږي. د رسنيو د رپوټونو په حواله اوس هم د آلمان د پوځ پخواني کارکوونکي په افغانستان او يا هم په ګاونډي هېوادونو کې دي.

د مهاجرو پلوي سازمان (پروازول) په دې وروستيو کې ټينګار وکړ چې افغان سيمه ایز همکاران او د هغوی کورنۍ بايد «هېرې نه شي.»

ب. ص/ خ. ح (KNA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل