1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان يو مجرم افغان کابل ته اخراج کړی دی

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ آذر ۲۶, چهارشنبه

له آلمان څخه يو مجرم افغان د عادي پرواز له لارې افغانستان ته اخراج شوی دی. د آلمان حکومت اعلان کړی وو چې افغانستان ته به دغه ډول اخراجونه ډېر کړي.

آرشيف انځور: يوه الوتکه په هوا کې ليدل کيږي
د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزیر وویل چې يو مجرم افغان په يوه عادي پرواز کې افغانستان ته ليږدول شوی دیانځور: Daniel Kubirski/picture alliance

د آلمان د بایرن ایالت د کورنيو چارو وزير يوآخم هېرمن، ويلي دي چې له افغانستان سره تړاو لرونکی يو ۲۸ کلن کس چې په تکراري ډول په جرمونو کې ښکيل وو، په يوه عادي پرواز کې خپل هېواد ته اخراج شوی دی.

هیرمن، وويل: «د ننني اخراج په ترڅ کې مو وکولی شول چې يو ۲۸ کلن افغان چې په څو ځلي په جزا محکوم شوی وو، له بايرن ايالت څخه د يوه عادي پرواز له لارې افغانستاسن ته انتقال کړو.»

اړونده موضوع: د آلمان داخله وزیر افغانستان ته د ښځو د اخراج امکان رد نکړ

نوموړي زياته کړه چې د آلمان د کورنيو چارو د فدرالي وزير الکساندر دوبرينت، د پريکړنده اقدام له برکته په جولای میاشت کې د يوه چارتر پرواز وروسته اوس د عادي پرواز له لارې هم اخراج ممکن شو.

هیرمن، استدلال ورکړ: «دا يو ډېر مهم ګام دی چې افغانستان ته د اخراجونو په ترڅ کې انعطاف پذیري ډيروي او وخت سپموي.»

مجرم د آلمان د فدرالي پوليسو له خوا بدرګه کيده

د آلمان د کورنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي چې د آلمان فدرالي پوليسو دغه سړی بدرګه کاوه او په کابل کې یې چارواکو ته سپارلی دی.

زياته شوې ده چې دغه پرواز د استانبول له لاري ترسره شوی دی. يواخم هېرمن، وويل چې ده له اوږدې مودې راهېسې افغانستان ته د اخراجونو د بیا پيلولو له پاره هلې ځلې کولی.

نوموړي وويل: «دا له دې کبله هم يو ښه خبر دی چې اوس به افغانستان ته منظم اخراجونه ترسره کيږي. مجرم او هغه کسان چې خطر ترې متوجې دی، به لومړيتوب ولري. څوک چې زموږ د مېلمه پالنۍ له حق څخه ناوړه ګټه پورته کوي، باید ژر تر ژره زموږ له هېواده ووځي.»

اړونده موضوع: المان: په ۲۰۲۵ م کال اخراجونه ۱۸ سلنه زیات شوي

د آلمان د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت، د «بلډ» ورځپاڼې ته وويل: «دا زموږ په ګټه ده چې له افغانستان څخه مجرمين او هغه چې خطر ترې متوجی دی، بايد زموږ له هېواده ووځي. څوک چې په آلمان کې جرمونه ترسره کوي، پخپل لاس دلته د اوسيدو خپل حق ته زيان رسوي.»

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

نوموړي زياته کړه: «موږ اوس افغانستان ته اخراجونه پيلوو او دا به ګام په ګام پراخ کړو.» د کورنيو چارو وزارت يوه وياند وويل: «په راتلونکي کې به افغانستان ته منظم اخراجونه ترسره شي.» دغه وياند زياته کړه چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت د افغانستان د ډي فکتو حکومت له استازو سره په دې اړه توافق ته رسېدلی دی.

اړونده موضوع: د چړې حمله؛ افغان مهاجر رواني روغتون ته استول کیږي

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له آلمان څخه افغانستان ته اخراجونه متوقف شوي ول. خو د تېر کال د اګست پر ۳۰مه نيټه له لاېپڅګ ښار څخه ۲۸ افغان مجرم پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج شول.

د روان میلادي کال د جولای پر ۲۸ هم ۸۱ افغان پناه غوښتونکي د يوه چارتر پرواز له لارې افغانستان ته وليږدول شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل