غزني: د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ملکيان وژل شوي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبه![Afghanistan Autobombenanschlag in der Provinz Ghasni](https://static.dw.com/image/55385319_800.webp)
له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د غزني د والی ویاند وحیدالله جمعه زاده وويل چې د سړک غاړې په دغې بمي چاودنه کې دوه نور ملکیان ټپيان شوي هم دي. د هغه په وینا چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې چې دغه ملکيان د غزنی مرکز ته په لاره ول چې موټر يې پر سړک ځای پر ځای شوی ماين باندې وخوت.
د دغې پيښې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو ځايي چارواکو يې پړه پر طالبانو اچولې ده.
د سړک غاړي ماینونه يوه له هغو وسلو څخه ده چې وسلوال طالبان يې د افغانستان د حکومتي ځواکونو د نښه کولو په موخه کاروي، خو ډيری وخت دغو ماینونو ملکیانو ته تلفات اړولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندويه ماموریت په حواله، په دغه هیواد کې د روان کال په لومړيو درو مياشتو کې ۵۷۳ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغې ادارې په خبره دا د تيرکال د همدې مودې په پرتله په تلفاتو کې ۲۹ سلنه ډيروالی ښيي.
ډي پې اې/م.ک.ص./ا.ا.