1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلورسوه ورځې وشوې چې افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي

۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

پر افغانستان د طالبانو له ولکې راوروسته څلور سوه ورځې وشوې، چې دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. تازه د څلور سوه ورځو پوره کېدو او د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.

DW Videostill | Afghanistan | Bildung
انځور: DW

د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د تړلو ښوونځیو څلور سوه ورځو پوره کېدو غبرګون کې یو ځل بیا نیوکه کړې او لیکلي یې دي، چې «طالبان نه شي کولی د افغانستان د نفوس نیمه برخه حذف کړي.»

هغه وايي، څلور سوه ورځې وشوې، چې طالبانو عملآ نجونه له زده کړو منع کړي دي.

هغې همدا راز ویلي، سربېره پر دې چې طالبانو د پوهنتونو د زده کړه‌ییز بهیر ګډوډول زیات کړي، په ځانګړي ډول یې هزاره نجونې او مېرمنې هدف ګرځولي دي.

هغې د خپل ټویټ په یوې برخې کې ویلي:«د کابل پوهنتون له لیلیې د هزاره نجونو د ویستلو او راتلونکیو ازموینو څخه د مخ اړولو کره راپورونه شته، چې دا ډېره سخته ده.»

رینا امیري ویلي:«طالبان نه شي کولی د افغانستان د نفوس د نیمې برخې د کاري او تحصیلي موکو نه مخ واړوي او ووايي، چې افغانستان د اقتصادي ازادۍ پر مخ بیايي. د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د مېرمنو زده کړې له بې وزلۍ او وروسته پاتې والي د له منځه وړلو اصلي کلي ده.»

رینا امیري په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا استازېانځور: RANDY SHROPSHIRE/Getty Images/AFP

پخوانیو افغان چارواکیو هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو څلور سوه ورځو پوره کېدو ته غبرګونونه ښودلي.

له دې ډلې پخواني افغان چارواکي ضیاالحق امرخېل پر خپل ټویټر لیکلي: «څلور سوه ورځې وشوې؛ خو لا هم د نجونو د ښوونځیو قلفونو پرانستلو ته کیلي پیدا نه شوه. دا کافي وخت و او له دې زیات د تعلیم په څېر د یوه مهم کار مخه ډب کول نه ښايي.»

اړوند: افغان نجونې اوښکې تويوي؛ نړيوال دې ښوونځيو خلاصولو ته متحد شي

نوموړي ویلي، چې له «یوه بنیادي» حقه د نجونو محرومولو جبران به «ډېر سخت» شي او افغان نجونې حق لري، چې د نورو اسلامي هېوادونو د نجونو په څېر زده کړې وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته دغې ډلې پر نجونو او مېرمنو بېلابېل بندیزونه لګولي. په دغه موده کې په کور دننه له غوښتنو او نړیوالو فشارونو سربېره هم طالبانو اجازه نه ده ورکړې، چې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي.

طالبانو په کراتو ویلي، چې د نجونو ښوونځیو له پاره پر یوې طرحې کار کوي؛ خو تر اوسه یې نه د طرحې او نه هم د ښوونځیو د پرانستلو کره نېټه په ډاګه کړې ده.

د زده کړو په برخه کې افغان مدني فعال مطیع الله ویسا هم د څلورو سوو ورځو پوره کېدو او ښوونځیو تړلو پاتې کېدو ته غبرګون کې ویلي، چې د نجونو ښوونځي تړل پر هېواد او خلکو منفي اغېزې لري او که حالت همداسې دوام وکړي «ښايي راتلونکیو کلونو کې ښوونکې، ډاکټره، لوستې مور او نورو برخو کې تجربه کارې مېرمنې ونه لرو.»

اړوند: آیا افغانستان کې د زده کړو چاپيریال خوندې دی؟

افغانې لیکوالې او شاعرې شفیقې خپلواک هم پر خپل رسمي فیسبوک د اندېښنې په څرګندولو سره لیکلي، چې د ژمي رخصتۍ په نیږدې کېدو دي؛ خو لا هم نجونه تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه شي تللی.

هغې لیکلي:«دا دی ژمنۍ رخصتۍ راغلې. ښوونځي به طبعا تړلي پاتې شي. دا دوهم تعلیمي کال دی چې ضایع شو. کال ته به هم همدا بحث د "سم چاپېریال” او “ترتیب” جوړولو وي. دوی به د “نجونو د زده کړو مخالف نه وي.” خو “شرایط به د نجونو تعلیم ته برابر نه وي.” په همدې، همدې کې به بل او بل نسل بېسواد پاتې شي. او د افغانستان زوال به رانږدې کېږي.»

وړاندې طالب چارواکیو ټولنیزې او کولتوري ستونزې د نجونو ښوونځیو پر مخ خنډونه یاد کړي وو؛ خو د دغې ډلې دغه ادعاوې د ولسونو او دیني عالمانو له لوري رد شوي دي.

د دویچه ویله خبریال وغوښتل، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو پرانستلو په اړه د طالبانو پوهنې وزارت د ویاند عزیز احمد ریان تازه نظر واخلي؛ خو هغوی اړیکې ځواب نه کړې.

څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت له پاره د طالبانو نوي ټاکل شوي چارسمبالي وزیر حبیب الله اغا رسنیو ته ویلي وو، چې د نجونو ښوونځیو د پرانستلو له پاره پر یوه « ترتیب » کار کوي، چې له مخې به یې ښوونځي پرانستل شي؛ خو دا چې دا « ترتیب » به کله جوړ او عملي شي، هېڅ ډول جزیات نه دي ورکړل شوي.

امید دیدار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل