په افغانستان کې د ابتدايي ښوونځيو پر شرایطو د برابر ماشومانو له ډلې څخه ۶۳ سلنه یې ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
انځور: DW/O. Didar
۱۲. پاکستان
په پاکستان کې د ټولو ماشومانو له ډلې څخه ۳۶ سلنه یې ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
انځور: DW/I. Jabeen
انځورونه1 | 12
طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې منع کړې او بيا وروسته یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې. له سختو غبرګونونو او پرله پسې ملي او نړیوالو غوښتنو سره سره دغې ډلې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی
د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې په ګډون د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سیف چلډرن) او یو شمیر نورو بنسټونو له تعلیم څخه د نجونو له منع کېدو وروسته، د طالبانو له مخ پر زیاتیدونکو محدودیتونو سره سره، د افغانستان د قندهار او هلمند ولایتونو په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په زرګونو نجونو او هلکانو ته روزنیز سیمه ټولګي جوړ کړي دي.