1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: هند «افغانانو ته د منلو وړ سولې» ملاتړی دی

۱۳۹۹ مهر ۱۷, پنجشنبه

د هند لومړي وزير نريندر مودي له عبدالله عبدالله سره د ليدنې پر وخت د «افغانانو له خوا د منل شوي سولي» د ملاتړ اعلان وکړ. د ځينو رسنيو په حواله تر دې دمخه پاکستان هند د افغانستان د سولې پروسې په تخريبولو تورن کړی وو.

Indien Neu-Delhi | Treffen Abdullah Abdullah mit Narenda Modi
انځور: Press office of high peace council

په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د افغان دولت د سولې مذاکراتي پلاوي خبرې اترې له بنبست سره مخامخ شوي دي، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هند ته سفر کړی دی څو د دغه هيواد له چارواکو سره د سولې د بهير په اړه خبرې وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هند له لومړي وزير نريندر مودي سره د عبدالله عبدالله د ليدنې کتنې خبر ورکړی دی او ويلي یې دي چې هند حکومت د «افغانانو له خوا د منل شوې سولې» ملاتړ کوي.

انځور: Press office of high peace council

په دې اعلاميه کې د هند د لومړي وزير له قوله ویل شوي: «هغه سوله چې افغانانو ته د منلو وړ وي، هند ته هم د منلو ده او په افغانستان کې د دوامداري سولې او ثبات حمايت او ملاتړ کوي، ځکه چې د سولې له راتلو سره به نوره د ترهګرو ډلو د فعاليت زمينه برابره نه وي.»

همدا راز په دې لیدنه کتنه کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د هند لومړي وزير ته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په اړه معلومات هم ورکړل. تر دې مخکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په يوه بيانيه کې هند د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په مداخلې تورن کړی وو او ويلي یې ول چې دا کار به د افغانستان د سولې بهير اغیزمن کړي.

هند او پاکستان چې دوه دښمن هيوادونه دي په افغانستان کې د نفوذ لرلو هڅه کوي. کارپوهان په دې آند دي چې هند د افغانستان د سولې پروسه په ډېري انديښنې سره څاري او په دې دا ويره لري چې «طالبان به اسلام آباد ته د وفادار ځواک» په توګه يووار بیا قدرت ته ورسيږي او په افغانستان کې به د هند ګټې له خطر سره مخ کړي.