1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د انټرنټي او مخابراتي خدماتو قطع کیدل

۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه

د افغانستان داخلي رسنيو رپوټ ورکړی چې د طالبانو د مشر د فرمان پر اساس په ټول افغانستان کې د فايبر نوري انترنټ پرې شوی او په پام کې ده چې د انترنت د څلورم او دريم نسل يا «فور جي» او «تري جي» انټرنټي خدمات هم متوقف شي.

آرشيف انځور: په مزار شريف کې په يوه انټرنټ کافي کې يوه ښځه او څو تنه نارينه ليدل کيږي
طالبانو له څو اونیو راهیسې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د نوري فایبر خدمات قطع کړي دي.انځور: DW

د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې لږه شیبه وړاندې په افغانستان کې مخابراتي او انټرنټي خدماتو ته لاس رسی قطع شوی دی. له کېنټک، بنسټ څخه د انټرنټ د ارزونې مشر ډوګ مادروي، ویلي دي چې د طالبانو له لوري په سیمه ایز وخت د مازیګر له ۵ بجو او ۸ دقیقو راهیسې په ټول افغانستان کې انټرنټي خدمات دریږي. زیاته شوې ده چې دا لا روښانه نه ده چې د انټرنټ قطع کیدل به تر کوم وخته دوام وکړي.

اړونده موضوع: په افغانستان کې د انترنت پر قطع کیدو انتقادونه زیات سوي

طلوع نیوز په یوه بیړني خبر کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې «نن په رسمي ډول په ټول افغانستان کې نوري فایبر پرې شو.» زیاته شوې ده چې د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی چې »۳جي« او »۴جي« انټرنټي خدمات بند کړي او یوازې ۲جي انټرنټ دې فعال کړی شي.

د سایبري امنیت او انټرنټ د مدیریت د څار سازمان «نټ بلاکس» هم دا تائید کړې ده چې د انټرنټ د اتصال د ژوندیو شاخصونو میزان له معمول سطحې څخه ۱۴ سلنې ته راټیټ شوی دی. د دغه سازمان د موندنو له مخې په ټول افغانستان کې په مخابراتي ارتباطاتو کې هم «کابو بشپړ اختلال» رامنځ ته شوی دی.

اړونده موضوع: په څو ولایتونو کې د انترنیت قطع کول؛ ولې طالبان له انترنيت بېره لري؟

په عین وخت کې د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د افغانستان په وخت د ماښام له شپږو بجو راهیسې یې په کابل کې له خپل محلي دفتر سره اړیکه پرې شوې ده.

طالبانو له څو اونیو راهیسې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د نوري فایبر خدمات قطع کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب