1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایډن څخه په افغانستان کې تمې او هېلې څه دي؟

۱۳۹۹ آبان ۱۸, یکشنبه

افغان ولسمشر اشرف غني، د جوبایډن بریا له امله هغه ته مبارکې ویلې او هیله یې ښودلې چې د کابل – واشنګټن اړیکې دې لاپسې ژورې شي. خو افغان شنونکو بیا د بایډن دغه څرګندونې ندي هېرې کړي: " د افغانستان یوموټی کول ممکن نه دی".

Afghanistan Ashraf Ghani und Joe Biden
افغان ولسمشر اشرف غني او جوبایډن انځور: Presseabteilung des Präsidenten von Afghanistan

د دیموکرات ګوند کاندېد جوبایډن د امریکا د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د ۲۹۰ الکترال کالج رایو په ګټلو سره پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړه او د هغه هېواد د ۴۶ ولسمشر په توګه انتخاب شو.

افغان حکومت بایډن ته ددې بریا مبارکي ویلې.

د ارګ یوې اعلامیې د ولسمشر غني له قوله لیکلي:

«افغانستان د امریکا متحده ایالاتو سره د ترهګری ضد مبارزې او دوه اړخیزه ستراتیژیکې همکاری د لاپياوړې کېدو او ژورېدو په تمه دی.»

د ارګ یوه ویاند دوا خان مینه پال دویچه ویله ته وویل، چې د جوبایډن په راتګ سره به د کابل – واشنګټن اړیکې د سولې او ټیکاؤ په برخو کې لاپسې دوام وکړي.

د افغانستان د یوه واحد ملت په اړه د بایډن لیدلوری

خو هاخوا په افغانستان کې اوس هم د جوبایډن هغه څرګندونې د ډیرو په یاد دي چې نوموړي ویلي ول، د افغانستان یو ملت کول ناشونی کار دی.

د نړېوالو اړیکو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل، په تېرو شلونو کې د امریکا هیڅ حکومت په افغانستان کې پر ملت جوړونه پانګونه نه ده کړې.

«زه فکر نه کوم چې مونږ دې له بایډن څخه هم دا تمه ولرو، چې دلته دې د ملتونو، بنسټونو، اتقاق او اتحاد لپاره کاروکړي ځکه هغوی د خپل هېواد ګټو او سیاستونو ته ژمن دي، نه دا چې په افغانستان کې ملت جوړونه وکړي.»

په افغانستان کې د جوبایډن هغه څرګندونې اوس هم د ډیرو په یاد دي چې ویلي ول، د افغانستان یو ملت کول ناشونی کار دیانځور: Angela Weiss/AFP/Getty Images

د چارو دغه کتونکی ډیر باوري نه دی چې د جوبایډن په راتګ سره د افغانستان په وضعیت کې کوم ځانګړی بدلون رامنځته شي.

طالبانو سره هوکړه او د ځواکونو وتل

حق پال د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوي تړون ته په اشارې سره وايي:

«هغه تړون د ټرمپ او طالبانو ترمنځ نه دی لاسلیک شوی بلکې د طالبانو او امریکا دولت ترمنځ لاسلیک شوی چې اشخاص پکې ډير رول نه لري.»

حقپال زیاتوي چې امریکایانو لپاره اوسمهال تردې ښه انتخاب نشته چې د افغان سولې بهیر پرمخ ولاړ شي او خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

خو ده دا هم وویل چې ښايي جوبایډن د خپلو ځواکونو اېستلو ته هغومره بیړه ونه لري، لکه څومره یې چې ولسمشر ټرمپ په اړه اعلانونه کول.

خو د پوهنتون استاد عزت الله پيژاند بیا وايي، چې د بایډن بریا سره د افغانستان د سولې او جګړې په سیاست کې هم ژور بدلون رامنځته کیږي.

ده وویل، دیموکرات ګوند چې جوبایډن یې غړی دی د القاعده او طالبانو پرضد جدي او سخته تګلاره لري.

«تړون د ټرمپ او طالبانو ترمنځ نه دی لاسلیک شوی بلکې د طالبانو او امریکا دولت ترمنځ لاسلیک شوی دی»انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

«تاسو ته یاد دي چې اسامه بن لادن د اوباما د واکمنۍ پرمهال له منځه یووړل شو، دویم دا چې دیموکرات ګوند په سیمه او افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور په برخه کې جدي او معقوله تګلاره لري.»

هاخوا افغانستان کي یوشمير نورو افغان سیاستوالو هم د جوبایډن انتخابېدو ته بیلابیل غبرګونه ښودلي.

پخوانی افغان چارواکی او د چارو کتونکی محمد اصف ننګ وايي چې بایډن د افغانستان له جغرافیې سره بلد کس دی.

د افغانستان د څو ولایتونو لپاره د حکومت دغه پخواني والي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

«له افغانستان سره یی بلدیت زیات دی، شناخت یی تر دې حده دی چې د جغرافیا په شمول د حکومتدارۍ او شخصیتونو شناخت هم لري.»

ننګ زیاتوي چې بایډن د فردې نظریاتو او لیدلورو د تحمیلولو خوی نه لري، ده د خپل سره او سرټمبه پریکړو له امله د ټرمپ سره سخت مخالفت درلود.

اسماعیل شاکر – کابل

پر ورته موضوع انځوريز البوم هم کتلی شئ: