د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د خبریالانو خپلواکې اتحادیې نن سه شنبه (د جنورۍ ۱۴ نیټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د یوې محکمې له خوا د افغان خبریال مهدي انصاري د محکومولو پریکړه په کلکه غندلې ده.
د کابل ښار په دریم زون کې د طالبانو ابتدایي محکمې د «افکا» رسنۍ افغان خبریال مهدي انصاري د روان کال د جنورۍ په اتمه نیټه د دې ډلې پر وړاندې د تبلیغ کولو په تور په یوه کال او شپږ میاشتې بند محکوم کړی دی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون (آی اف جي) او د افغانستان د خبریالانو خپلواکې اتحادیې د طالبانو د محکمې دغه حکم غندلی او له طالبانو څخه یې غوښتې دي چې پر دغه خبریال د لګول شوو تورونو په یوې څنډې ته کولو سره دې هغه په عاجل ډول خوشې کړي.
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ مهدي انصاري د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په پنځمه نیټه د طالبانو ادارې د استخباراتي کارمندانو له خوا د کابل په دشت برچي سیمه کې په نامعلوم تور نیول شوی و.
د طالبانو استخباراتو د همدې ورځې په مازیګر د دغه خبریال کورنۍ ته د هغه د نیول کیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې نوموړی د یوټیوب په خپل شخصي شبکه کې د طالبانو ضد ویډیوګانو خپرولو په دلیل نیول شوی دی.
یوه له دغو ویډیوګانو څخه د شعیه روحاني مشر ایت الله واعظ زاده بهسودي، د وینا وه چې د طالبانو له خوا د امر بالمعروف پر نوي تصویب شوي قانون یي نیوکه کړې وه.
رپوټ: وروستۍ دوه لسیزې نړۍ کې ۱۶۶۰ خبریالان وژل شوي
د بې پولې خبریالانو د بنسټ د رپوټ له مخې، تېرو شلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۶۰ خبریالان وژل شوي دي. په دغه رپوټ کې له سوریې وروسته افغانستان او عراق د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېوادونه ښودل شوي. انځور: DIPTENDU DUTTA/AFP/Getty Images تېرو شلو کلونو کې څومره خبریالان وژل شوي؟ د بې پولې خبریالانو د بنسټ د رپوټ له مخې، تېرو شلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۶۰ خبریالان وژل شوي دي. په دغه رپوټ کې له سوریې وروسته افغانستان او عراق د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېوادونه ښودل شوي.
انځور: Reuters/O. Sobhani ۹۵ سلنه نارینه خبریالان وژل شوي RSF یا د بې پولې خبریالانو بنسټ د جمعې پر ورځ اعلان وکړ، چې وروستۍ دوه لسیزې ټوله نړۍ کې ۱۶۶۰ خبریالان په مستقیمو او غوښتل شویو وژنو، بریدونو او جګړو له امله په جګړهییزو سیمو کې وژل شوي دي. د دغه بنسټ په حواله، وژل شوي ۹۵ سلنه نارینه خبریالان دي.
انځور: picture-alliance/AP/H. Sarbakhshian د خبریالانو له پاره خطرناک هېوادونه له ۲۰۰۳ ز کال راهیسې تر اوسه یوازې په عراق کې ۳۰۰ خبریالانو او رسنیز کارکوونکي وژل شوي. له هغې وروسته افغانستان، یمن، د فلسطین ځینې سیمې او سومالیا په نړۍ کې د خبریالانو له پاره خطرناک هېوادونه دي.
انځور: Mohamed Abdiwahab/AFP شل کاله وړاندې د اپریل په اومه د آلمانۍ فوکوس اونیزې یو خبریال کریستیان لیبیک په داسې حال کې عراق کې د یوه راکیټي برید ښکار شو، چې هغه هېواد کې یې د امریکا متحده الاتو له یوه پوځي واحد سره ملتیا کوله. راکیټ د پوځ پر قرارګاه لګېدلی و. په دغه راکیټي برید کې د ال موندو هسپانوۍ ورځپاڼې هسپانوی خبریال جولیو انګویتا پارادو او دوه نور سرتېري هم وژل شوي وو.
انځور: Manuel Velasquez/AA/picture alliance د دغه بنسټ په حواله، په تېرو دوو لسیزو کې د جګړهيیزو سیمو پرتله په امن او خوندي سیمو کې ډېر خبریالان وژل شوي دي په ځانګړي ډول مکسیکو، برازیل او کلمبیا کې د پلان شویو جنایتونو او فساد په اړه څېړنیزه خبریالي «ډېره سخته» خطرناک وه.
انځور: AP د بې پولې خبریالانو د بنسټ یا آر ایس ایف په خبره؛ په ۲۰۲۱ کال ټوله کې ۵۱ او او همدا تېر ۲۰۲۲ کال بیا ۶۰ خبریالان وژل شوي دي.
انځور: Madalena Sampaio/DW د بې پولې خبریالانو د بنسټ د رپوټ تر مخه، روسیه اوس هم د هغو هېوادونو په سر کې ده، چې ډېر خبریالان پکې وژل شوي.
انځور: Zoeringer/Imagespic Agency/IMAGO له هغه مهاله چې ولادیمیر پوتین واک ته رسېدلی، پر رسنیزو ازادیو سیستماتیک بریدونه شوي، چې له دې جملې د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر پر اومه د انا پولیتکوفسکایا د وژنې په ګډون ۳۷ وژونکې پېښې دي.
انځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte افغانستان کې د خبریالانو وژل له سوریې وروسته افغانستان او عراق د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېوادونه ښودل شوي.
انځور: DIPTENDU DUTTA/AFP/Getty Images
دا لومړی ځل نه و چې مهدي انصاري د طالبانو له خوا نیول شوی و. دغه خبریال په ۲۰۲۳م کال کې په کابل کې د هزاره لږکۍ پر روزنیز مرکز د ځانمرګي برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت د یوه فیسبوکي پوست له کبله نیول شوی و.
د افغانستان د خبریالانو خپلواکې اتحادیې ویلي دي چې د محکمې په راتلونکي غونډه کې د مهدي انصاري د سزا کمولو له پاره د دوی هڅې روانې دي.
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له خوا د واک تر نیول کیدو وروسته په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو فشار زیات شوی دی. تر نیمایي ډیرو رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی او ډیر شمیر خبریالان او د رسنیو کارمندان په غیر قانوني او خپل سري ډول د نیول کیدو، زورول کیدو او تاوتریخوالي شاهدان ول.
د رپوټونو په حواله په افغانستان کې د طالبان واک ته رسیدو پر مهال ۸۴۰۰ کسان د افغانستان په رسنیو کې پر کار بوخت ول، خو اوسمهال یوازې ۵۱۰۰ تنه په رسنیو کې کار کوي چې له دې ډلې یوازې ۵۶۰ تنه یې ښځي دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د انديښنې په څرګندولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان له لویو ننګونو د هغې له جملې څخه د نیول کیدو، تاوتریخوالي او زورول کیدو سره مخامخ دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون له طالبانو غوښتي دي چې د رسنیو د کارمندانو نیول دې بند کړي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې دې د رسنیو د ازادۍ او ټولنو د ازادۍ ملاتړ وکړي.
طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟This browser does not support the video element.