کابل: په جلاو پيښو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبه![Afghanistan Kabul | Bombenanschlag](https://static.dw.com/image/56648577_800.webp)
له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د کابل د پولیسو د وياند، فردوس فرامرز له قوله ليکي چې ناپيژاندو وسلوالو په درو جلاو پيښو کې څلور پولیس، يو د پوهنتون استاد او يو حکومتي مامور په ډزو وژلي دي.
د پوليسو په خبره، له دغو پيښو څخه دوه يې د شنبې په ورځ (د اپريل ۲۴مه) او يوه يې د جمعې ورځې په ماښام رامنځ ته شوې ده.
په کابل ښار کې د هدفي وژنو ګراف په وروستيو اوونيو کې لوړ شوی دی. په دغه ډول بريدونو کې تر ډيره امنيتي ځواکونه، حکومتي ماموران، مدني فعالان او خبريالان په نښه کيږي. د افغانستان په پلازمينه کې د دا ډول اکثرو پيښو مسئوليت هم کومه ډله په غاړه نه اخلي.
غزني: د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ملکيان وژل شوي
دا په داسې حال کې ده چې نن د غزني ولایت د پولیسو په خبره، په دغه ولایت کې څلور ملکيان د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د دغې پيښې مسئوليت هم کومې ډلې نه دی منلی خو ځايي چارواکو يې پړه پر طالبانو اچولې ده.
ډي پي اې/م.ک.ص./ا.ا.