انتونيو ګوتيرش د دوشنبې د ورځې دغه بريد «بوږنونکی» او د زده کړې پر بشري حق بريد بللی دی. نوموړي په نيويارک کې د يوې خپرې شوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې د دې بريد مسئولين بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د ملګرو متلونو عمومي منشي د قربانيانو کورنيو ته تسليت ورکړ او د ټپيانو له پاره یې د روغتيا هيله څرګنده کړه.
نوموړي ویلي دي چې ملګري ملتونه د افغان ولس او افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي څو له دغه هېواد سره سولې ته د رسيدو په برخه کې ملاتړ وکړي.
افغانستان د کورنيو چارو وزارت په حواله پر کابل پوهنتون په دغه بريد کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي چې درې بريد ګر هم پکې شامل دی. لږ تر لږه ۲۲ نور کسان په دې بريد کې ټپيان شوي هم دي.
ترهګرۍ ډلې داعش د بريد پړه منلې ده.
په دې ترڅ کې حکومت نن، سه شنبه د پيښې د قربانیانو له کورنيو سره د غمشريکۍ او قربانيانو ته درناوي په موخه ملي ماتم اعلان کړی دی. په دې ترڅ کې په ټول هېواد او له هېواده دباندې ټولو سياسي نمايندګيو ته لارښونه شوې ده چې د افغانستان بيرغ به نيمه ځوړند وي.
زموږ له آرشیف څخه:
د کابل د زیږنتون د خونړي برید د قربانیانو خپلوان په کوم وضعیت کې دي؟
د انځورونو په دغه ګالرۍ کې د کابل په دشت برچي کې د روغتون د زیږنتون پر څانګې د خونړي برید د قربانیانو د خپلوانوکیسې انځور شوي دي. په دغه برید کې د نویو زیږیدلو ماشومانو او د مېندو په شمول ۲۴ تنه وژل شوي وو.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarمحمد علي هغه ماشوم دی چې پر روغتون باندې له وسلوال جنایت څخه روغ رمټ وتی. مور او پلار یې وژل شوي دي او اوس یې یوه خپلوانه پالنه کوي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarڅو نورو ماشومانو خپلې مېندې او پلرونه او یا له هغوی څخه یو تن په دغه وحشتناکه برید کې له لاسه ورکړي دي. په دغه برید کې آن نوي زیږیدلو ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، حتی هغه ماشومان هم چې د مېندو په نس کې وو.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarاکرم په دغه برید کې خپله میرمن له لاسه ورکړه. هغه ونشو کولی چې له څیرې څخه خپله میرمن تشخیص کړي. خپله لور مریم یې هم د فیسبوک د یوه اعلان له طریقه پیدا کړه، چې د میرمن د تلیفون شمیره او مشخصات په کې درج وو. پولیسو مریم ژغورلې وه او بل روغتون ته یې انتقال کړې وه.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarضیا ګل تر برید دمخه د خپل ماشوم زیږیدو ته په انتظار وه او د وسلوال خونړي برید څخه تر ژوندۍ پاتې کیدو یو ساعت وروسته یې په بل روغتون کې لور وزیږوله. خاوند یې په غوږو څه نه اوري او خپله مور یې په دغه برید کې له لاسه ورکړې، چې د لمسۍ زیږیدو ته په انتظار وه.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarپر زیږنتون باندې مستقیم برید
برید کوونکي په دشت برچې کې د سل بستریز روغتون د زیږنتون څانګې ته ننوتل او هر لوري ته یې فیرونه کول؛ پر نویو زیږیدلو ماشومانو، مېندارو مېندو، قابله ګانو او حتی هغو ښځو چی د ولادت په حال کي وې.
انځور: Reuters/M. Ismailدغه برید له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شو. د افغانستان خلکو هم په ټولنیزو رسنیو کې د دغه برید په هکله سخته غوسه وښوده او هغه یې وغندله. خو اوس چې له دغه برید څه کم درې اوونۍ اوړي په هکله یې څه نه ویل کیږي او قربانیان او پاتې شوي کسان هیر کړل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gulنوي زیږیدلي ټپیان شوي کوچنیان
پولیس پر دې وتوانیدل چې له هغې ودانۍ چې برید کوونکي ورننوتلي وو د یو شمیر نویو زیږیدلو ماشومانو او مېندو په شمول ځیني روغتیا پال راوباسي. په دغه برید کې داسې ماشوم هم ټپي وو چې له زیږیدو یې یوازې څو ساعته تیریدل.
انځور: Reutersد افغانستان له پاره د عاجلو مرستو بنسټ، د قربانیانو له کورنیو سره د خوراکي او اړینو موادو مرسته کړې ده. د دغه پيښې څخه بچ پاتې شوي کسان چې له وحشتناکو صحنو څخه یې سخته روحي صدمه لیدلي، روحي درملنې ته اړتیا لري.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar