د کندهار والي حیات الله حیات او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت یوه استازي د فرانسې خبري آژانس ته په جلا جلا توګه د دغه خراب وضعيت پخلی وکړ. دوی ويلي دي چې امنيتي ځواکونو، په ځينو مواردو کې د طالبانو له ويري خپلې وسلې غورځولي دي.
خو د دفاع وزارت د دوی څرګندوې رد کړي دي او ټينګار يې کړی دی چې حکومتي ځواکونو په سيمه کې پرمختګونه درولودلي دي. په رپوټ کې د دغه وزارت له قوله په دې اړه نور څه نه دي ويل شوي.
په اکتوبر میاشت کې کله چې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل شول، ورسره جوخت په کندهار کې هره ورځ د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې هم ادامه لري.
د کندهار والي حيات الله حیات د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «افغان امنيتي ځواکونه په ژيړۍ، ميوند، ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې له خپلو ۱۹۳ پوستو څخه پر شا شوي دي.»
والي زياته کړه: «د امنيتي ځواکونو اکثره قوماندانان او افسران چې په خپلو دندو کې يې غفلت کړی وو، له دندو اخراج او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.»
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي، هاشم الکوزی او د پولیسو يو افسر هم دغه څرګندوني تائيدوي.
الکوزي وويل: «امنيتي ځواکونو له خپلو اډو څخه په وتلو، خپلې وسلې او مهمات پر ځای پرېښي.»
د ژيړې ولسوالۍ د پولیسو يوه افسر، جان محمد ويلي دي چي په تللو کسانو کې تر ټولو ډير يې سرتيري دي. هغه زیاته کړه: «دوی له جګړې او مقاومت پرته وتلي دي.»
جان محمد دغه راز ادعا وکړه: «طالبانو اوس دغه ټولې وسلې ترلاسه کړي او زموږ پر ضد یې استعمالوي.»
د کندهار والي بيا د دغو ستونزو لامل د امنيتي ځواکونو په منځ کې «کمزورې همغږي» او د پولیسو او امنيتي ځواکونو کمښت بولي.
دلته د کندهار اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!
د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ کنډیالي سيمه څو کاله ترمخه په سویلې حوزه کي یوه نارامه سیمه بلل کیده. که څه هم دغه سیمه وچکالۍ ځپلې خو خلک یي په دې خوشحاله دي چې اوس نسبي امنیت ورګرځیدلی دی.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyکه څه هم په کندهار ولایت کې آرغنداب ولسوالي د آنارو په باغونو مشهوره ده، خو د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم د آنارو باغونه سته. لکه د ژړۍ ولسوالۍ د کنډیالي سیمه.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyدغه سیمه څو کلونه ترمخه په سویلي حوزه کي یوه ناارامه سیمه وه. هره ورځ به رسنیو له همدې کلي د مرګ ژوبلي خبرونه خپرول. د کاناډایانو پر لوی قرار ګاه سربیره د ملي اردو او محلي پولیسو پوستې هم وې. په سیمه کې د وسله والو طالبانو مورچلې هم وې.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyاوس د سیمي خلک له دولت سره ملګري سوي او وایي ډیر خوشحاله دي، چې روح او روان یې آرام سوی دی. په کنډیالي کې پخوا د وسله والو طالبانو یوه بندیخانه او محکمه هم وه.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyکه څه هم په دغه ځای کې نورې سیمي وچکالۍ ځپلي دي، خو د انارو ډک باغونه لري. اوس ځوانانو ته د کار کولو فرصتونه هم برابر سوي دي. پخوا یوازي د پاخه سړک غاړه ددولت په لاس کي وه، هغه به هم کله ناکله وسله والو طالبانو پر دغه سړک تیریدونکي افغان او بهرنیو سرتیرو ته ماینونه ښخول یا به يې وسله وال بریدونه کول.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyپه یوه باغ کې تر پنځلس زیات کسان، چي اکثره يې ځوانان دي د انارو په شکولو، راټولولو، پاکولو، په کرېټونو کي د اوډولو او مارکېټ ته تر رسولو پوري په کار اخته دي.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyځایي کسان آنار په کریټونو کې ځای پر ځای کوي. د کندهار آنار پر پاکستان سربیره جاپان، دوبۍ او روسیې پورې هم صادریږي. له دغه ولایت څخه په ۲۰۱۶م کال کې د چارواکو په وینا تر ۴۰ زرو ټنو زیات آنار صادرولو ته چمتو وو.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyد یاد باغ د آنارو اجاره کوونکی ولي جان وايي، اوس ډېر خوشحال دی، ځکه له «جنګ څخه د تیښتې پر ځای ځوانان په خوشحاله زړه د خپلي کورنۍ له پاره یوه ګوله ډوډۍ پیداکوي.»
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyد آنارو په دغه باغ کي اتلس کلن خیرمحمد د خندا په ډکه خوله وایي: « موږ جنګ نه غواړو، که اوس جنګ وای، نو تاسي دلته نه سوای راتلای او نه به دا آناران وای!»
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasalyله پاکستان سره وخت ناوخته د پولو د بندیدو له کبله اوس آنار د هوایي دهلیز له لارې هند ته هم انتقالیږي. افغانستان اوس په نزدې وختونو کې له اروپا سره هم هوایي دهلیز پرانیست او په لومړي پرواز کې قره قل او قالین اروپایي هیوادونو ته صادر شول. انځورونه / لیکوال: محمد ابراهیم سپیڅلی
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly