1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په کندهار کې ولي د کوچنيانو بېلا بيلي ناروغۍ زياتي سوي؟

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۰ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د کندهار حوزوي روغتون د مسؤلانو په خبره په دوو مياشتو کي دوی ته په سونو داسي ناروغ کوچنيان وړل سوي چي بېلابيلي ناروغۍ يې لرلې. خو علت يې څه دی؟

Afghanistan humanitäre Hilfe
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP/R. Maqbool

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي د کوچنیانو د څانګي مسؤل ډاکټر محمد صدیق دویچه ویله ته وویل، په دې وروستیو کي دوی ته د کندهار ښار او بیلا بیلو سیمو څخه ۶۷۹۱ ناروغ ماشومان ور وړل سوي دي.

د ده په قول، د یادو ناروغانو په ډله کي یوازي ۸۸۲ يې په نس ناسته او خوارګرځي اخته دي، چي ځیني يې بستر کړي او نور يې تر لومړنۍ درملني وروسته کور ته رخصت کړي دي: »له بستر سویو کسانو څخه ۶۹ يې په حق رسیدلي دي. سږکال د ناروغانو ارقام د پروسږکال په پرتله ۳۰ سلنه لوړ دي.«

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د کوچنیانو په څانګه کي هغه مېرمنو، چي خپل ناروغ کوچنیان يې په غېږ کي د ډاکټر کتني ته په نوبت ناست دي وايي چي د هوا په ګرمېدو سره يې ماشومانو ته خواګرځی، نس ناسته، تبي، د کولمو او غوږو دردونه پیداسوي دي.

ماشومان هم په ژور خفگان اخته کيدلی شي

د دوی په قول، داسي کور دي نه وي چي هلته دي ناروغ کوچنی نه وي. د يوه ماشوم مور مدینه وايي: »دغه زوی مي تر نس او خوله ایله دی، کولمې يې درد کوي، تبه یې ده او سخت ژاړي، نن درېیمه ده چي دلته مو راوستلی دی، درمل يې ورکړي دي هیله ده چي روغ به سي.

د ډاکټرانو په قول، د هوا لوړه درجه، وچکالي او په دې وروستیو کي د دغه ولایت په نژدې ولسوالیو کي له تیرو شپږو میاشتو راهیسي د جګړو زیاتوالی هغه څه دی چي په اکثرو کورنیو کي يې د کوچنیانو ډول ډول ناروغۍ زياتي کړي دي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چي کورنۍ دي د خپلو ماشومانو خواپاکۍ او خوارځواکۍ ته کلکه پاملرنه وکړي.

کندهار د افغانستان په جنوب لویدیځ کي پروت یو له ګرم سیرو ولایتونو څخه دی چي د هوا پېژندني ادارې د معلوماتو له مخي راتلونکي ورځي به د هوا درجه نوره هم په دغه ولایت کي لوړیږي.

زموږ له آرشيف څخه: