د کندهار ښار پر يوې ښځينه پوليسي د يکشنبې ورځي (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۲۵مه) په سهار د موټرسايکل سپرو کسانو له خوا وسله وال بريد وسو. د فرشتي په نوم دغه مېرمنه د بريد سره ځای پر ځای ووژل سوه. پېښه د کندهار د نهمي ناحيې د نازک کوټۍ په سيمه کي هغه وخت رامنځته سوه، لکه چي دغه مېرمنه خپل کار ته په لاري وه او ورباندي ډزي وسوې.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي المان ږغ دویچه ویله ته وویل، وژل سوي پولیسي په کندهار لوی محبس کی دنده درلوده. د هغه په وينا دغه مېرمنه د ۱۱ کوچنیانو مور وه.
د دغې مېرمنې د کورنۍ په وينا هغه له تیرو څو ورځو راهیسي کار ته د تګ پرمهال د مخ پټو موټرسایکل سپرو لخوا څارل کېده. د دې ورور رسنیو ته ویلي، چي له دې څارني يې دوی خبر کړي وو، «مګر نو چاره څه وه باید دندي ته پر وخت تللې وای.»
که څه هم د کندهار امنیتي مسؤلین د دې پيښي پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي، خو تر اوسه دی ادي پيښي د مسؤلیت په اړه چا څه نه دي ویلي.
په کندهارکي عام خلک او د ښځو د حقونو پلویانو د ښځو وژل غندي او وايي، په هیڅ کتاب کي د بې ګناه ښځو وژل روا کار نه دی.
محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار
دلته د کندهار ښار د قرنطين د وخت؛ انځوريز البوم کتلی سئ:
کرونا ویروس؛ په کندهار ښار کې ورځنی ژوند
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تیرو اوونیو په پرتله په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی، په ځینې ښارونو لکه کندهار کې لګیدلي محدودیتونه پر کمیدو دي او خلک هم دغې ناروغۍ ته جدي پاملرنه نه کوي.
انځور: DW/M. Ibrahimکه څه هم د کندهارښار پر اکثرو دېوالونو د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لاري چاري شعاري انځور سوي دي، مګر بیاهم خلک کرونا ناروغۍ ته هغسي پام نه کوي لکه څنګه، چي ورته په کار دی.
انځور: DW/M. Ibrahimکندهار ښار د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د مازیګر له ۴ بجو څخه بیا د سهار تر پنځو بجو پوري تړل کیږي، خو دوکانداران وايي، دغه وخت يې د سودا پلورولو دی.
انځور: DW/M. Ibrahimیو موچي، صدیق الله وایی چې په تیرو کلنو کي به دامهال کارونه پر ډېر وه، خو اوس يې په ټوله ورځ دوې جوړې څپلۍ ګنډلي دي.
انځور: DW/M. Ibrahimمازیګر د قرنطین پرمهال له ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو څخه تنکي ځوانان د ښار په بیلا بیلو برخو کي تازه توت یوه پياله په ۵۰ افغانۍ خرڅوي، چي په وینا يې کار يې پر جوړ دی.
انځور: DW/M. Ibrahimپولیس وايي چې په سره ګرمۍ او فرضه روژه کي د خلکو خدمت کوي، خو خلک بیا وايي چې په روژه کي امنیتي پيښي زیاتي سوي دي.
انځور: DW/M. Ibrahimد کندهار ښار په زړه کي شهیدانو چوک ته نژدې رکشا او ټیکسي چلوونکي وايي، قرنطین يې خوارۍ درولي دي.
انځور: DW/M. Ibrahimکندهارۍ خولۍ (رخچیني)، کندهارۍ صدرۍ اوخ امکي غاړي په افغانستان او ځينو گاونډيو هيوادونو کې شهرت لري، خو هغه میرمني، چي دغه لاسي کارونه کوي، د مناسب بازار نستوالی لویه ستونزی ګڼي.
انځور: DW/M. Ibrahimد څپلیو پلورونکي دوکان مخې ته هم مشتریان لیدل کیږي. د ښار په مختلفو برخو کي د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره په پام کې نیول شوې سپارښتنې نه مراعاتيږي.
انځور: DW/M. Ibrahimد روژې، کرونا او قرنطین له امله په کندهار کي د خوراکي او غیري خوراکي توکو بیې اسمان ته ختلي دي. د مثال په ډول د غوړو یوه ۱۰ کیلويي ډبه ترمخه په ۷۰۰ افغانۍ وه، خو اوس يې بيه ۱۱ سوو افغانیو ته لوړه سوې ده.
انځور: DW/M. Ibrahimهره ورځ په کندهار کي نژدې ۴۶ زره ډوډۍ د ښار په بیلا بیلو ناحیو کي وېشل کیږي، خو اکثره غریبان وایی، دغه ډوډۍ دوی ته نه رسیږي. دوی د ډوډۍ د کیفیت څخه هم ناخوښه دي، خو ښاروالۍ ریاست وايي، هره ورځ يې د څارني ډله نظارت کوي.
انځور: DW/M. Ibrahimهر وخت، په روژه کي بیا په خاص ډول د کندهاریانو دسترخوان په وطني شنو سبزیجاتو ښایسته وي.
انځور: DW/M. Ibrahimکندهارۍ الوچه ډیر شهرت لري او ډاکټران وايي چي د بدن د دفاعي سيستم له پاره ويټامين سي ډيره اړينه ده.
انځور: DW/M. Ibrahimکندهاریان د روژه مات پرمهال جلبۍ او نوري خوږې میوې له چایو سره په خوند خوري.
انځور: DW/M. Ibrahimکندهارۍ کلچې هم لکه کندهارۍ جلبۍ د روژه مات ترڅنګ د اختر په ورځو کي ډیري خوړل کیږي.
انځور: DW/M. Ibrahimکه څه هم کوچني اختر ته لا یوڅو ورځي پاته دي، خو د کندهار ښار د اکثرو دوکانونو مخ ته د اختر رنګا رنګ میوې خرڅیږي. ترمخه دغه اختریزي میوې له پاکستان څخه راوړل کیدلې، خو اوس دغه میوې په کندهارکي چمتو کیږي، چي له دې ځایه پر زابل، هلمند، روزګان او هلمند ولایتونو سربیره فراه او نیمروز ولایتونو ته صادریږي.
انځور: DW/M. Ibrahim