1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي له خوست څخه ځيني ځوانان وځي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ فروردین ۱۰, چهارشنبه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې يو شمير ځوانان له بي کارۍ سر ټکوي د خوست د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په مندوزیو سیمه کې یو شمېر ځوانانو په تمثیلي ډول د «لایا چارو» بیکارانو ریاست جوړ کړی، چې کرۍ ورځ پکې لډو او قطعې کوي.

Afghanistan Provinz Khost Kriminalität
انځور: DW/M. F. Zahir

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهيسي د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې کوم کار نه دی شوی او بېکاري لوړې کچې ته رسېدلې ده. په خوست کې لوستي او کسبګر ځوانان د بیکارۍ له امله سر ټکوي او وایي چې کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستوونزو سره مخ دي.

رفیع الله کمپیوټر ساینس پوهنځی لوستی او لس کاله یې په پخواني حکومت کې د تکنالوژۍ په برخه کې دنده لرله، خو د طالبانو په راتګ سره بیکاره سوی دی.

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې پلار یې د کروندې کار کوي، خو د کورنۍ اقتصادي عاید یې نه پوره کیږي او هره ورځ د کورنۍ بد اقتصادي حالت ته ځوریږي: «زموږ حالت هیڅ ښه نه دی. کله مو هم د داسې بېکارۍ او سخت اقتصادي حالت تصور نه و کړی. زه نه پوهیږم طالبانو امارات اخر څه کوي، که خلکو ته د کار زمینه برابره نه کړي او خلکو ته ډوډۍ ور نه کړي، نو څنګه ځانته حکومت وایي.»

مستعار نومی احسان د خوست یو بل اوسیدونکی دی چې پخوا یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده لرله خو اوس بېکاره دی، دویچه ویله ته وویل چې له ویرې ډېر نه شي ګرځیدلی، خو تمه یې لرله چې طالبان به له منظم کیدو وروسته دوی بېرته دندو ته ور وغواړي. هغه وایي، اوس یې د دې اعلان په اوریدو چې په امنیتي لیکو کې یوازې طالبان خپل کسان شاملوي نو ده پریکړه کړې ده چې له هيواده ووځي او خپلې له کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې همکاري وکړي.

پر دفتري کارکوونکو سربيره، کارګران هم له بیکارۍ سر ټکوي. هره ورځ د خوست ښار سرګردان چوک ترڅنګ د یعقوبیو جومات مخې ته لسګونه کارګران ناست وي او کرۍ ورځ سره لمر ته تېروي، چې که یو څوګ پیدا شي او د کار له پاره یې وغواړي.

په باميان کې يو شمير ځوانان د ساعت تېرۍ او اټن پر مهالانځور: DW/A. Akrami

پنځوس کلن بیت الله د خښتو او سمنټو پلاستر کولو استاد دی، خو وایي چې یوه هفته کیږي هیڅ کار ورته نه دی پیدا شوی. بیت الله وایي: «زه د خښتو لګولو او پلاستر کار کوم، دلته راشو او شپې ته خفه کور ته ولاړ شو، دومره روپۍ نه وي چې کور ته یو څه پرې یوسو. کار نه شته، یو کس که دلته په مزدور پسې راشي ټول مزدوران پرې ور ټولیږي، یو وایي زما کار زده دی او بل وایي زما ښه کار زده دی. کارونه بیخي نه شته.»

دغه کارګر وایي، عمر یې په تېریدو دی، خو د بیکارۍ له امله یې پریکړه کړي ده چې له هېواده بهر ته کار پسې ولاړ شي او زیاتوي چې په دې برخه کې یې په متحده عربي اماراتو کې له یوه خپلوان غوښتنه کړې ده چې د کار وېزه ورته راولیږي.

له بېکارۍ څخه د شکایت په موخه د خوست د اسماعیل خېل ولسوالۍ په مندوزیو سیمه کې یو شمېر ځوانانو په تمثیلي ډول د «لایا چارو» يا بېکارانو ریاست جوړ کړی دی چې کرۍ ورځ پکې لډو او قطعې کوي.

د افضلي په نوم کس د دغه تمثیلي ریاست مشر دی. هغه وایي: «کوم څوګ چې بیکاره وي، باید دلته راشي او زموږ سره ځان رجسټر کړي، دلته بیکاره کس هره ورځ راځي او دلته به بنډار ګرم ساتي. موږ هره ورځ دلته له لسو ډېر ځوانان لرو، خو کله کله شمېر لسګونه اوړي، چې دلته نه ځایږي. زموږ هدف د بیکارۍ غږ رسول دي. موږ کار غواړو.»

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیراحمد عثماني چې له رسنیو سره د ولایت په استازیتوب خبرې کوي وایي چې دوی په خوست کې د بیارغونې پروژو په پیلیدو سره د کار زمینه برابروي: «موږ یو شمېر پراختیايي پروژې لرو، کله چې دا پروژې پیل کیږي بیا به ځوانانو او کسبګرو ته د کار زمينه برابره شي.«

که څه هم د طالبانو حکومتي مشرانو په بیا بیا ویلي دي چې ځوانان دې بهر ته نه ځي او دوی ورته په هېواد کې د کار زمینه برابروي، خو تر اوسه دا یوازې یوه ژمنه پاتې شوې ده.