1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د عسکرو د وتلو په هکله د ناټو د یووالي تمه لري

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

د آلمان د دفاع وزیره، کرامپ کارنباور په دې باور ده چي په بروکسل کي د ناټو د خارجه او دفاع  وزیرانو په نننۍ غونډه کي به له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په هکله پریکړه وسي.

Michaela Küfner mit Annegret Kramp-Karrenbauer
انځور: DW

انه ګریټ کرامپ کارنباور د «آ. آر. ډې» په نامه تلویزیون ته ویلي: «موږ تل دا خبره کړې چي موږ په ګډه افغانستان ته ننوتلي یو او په ګډه به ورڅخه راوزو. زه د منظم بیرته راایستلو پلوي کوم.»

هغې زیاته کړې چي «له همدې کبله فکر کوم د بروکسل په نننۍ غونډه کي به په دې هکله پریکړه وکړو. آلمان به خپل پلانونه له ناټو او امریکا متحده ایالاتو سره هم آهنګ کړي.»

د حکومتي استازو په حواله د امریکا ولسمشر جو بایدن پلان لري د سپتمبر تر ۱۱ نېټې پوري، پاته ۲۵۰۰ عسکر له دغه هیواده وباسي. د هغوی په خبره بایدن غواړي په رسمي ډول په دې اړه خپله پریکړه د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.

علاوه پردې د رسنیو په حواله بریتاینا هم د سپتمبر تر یوولسمي خپل د ځواکونو ایستل پلان کړي. نژدې ټول شاوخوا ۷۵۰ بریتانوي عسکر به له دغه هیواده وایستل سي. پرته د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه به په افغانستان کي د هغوی موجودیت له ستونزو سره مخامخ سي، دا ځکه چي هغوی پر امریکايي اډو او د هغوی زیربنايي سیستم باندي تکیه کړې.

دا په داسي حال کی ده چي د جرمني پارلمان څو وخته مخکي په افغانستان کي خپل د ځواکونو ماموریت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر ۳۱ مه پوري تمدید کړی وو. په اوس وخت کي لا ۱۳۰۰ آلماني عسکر په افغانستان کي ځای پر ځای دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب