1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې د وريژو د پروسس لومړنۍ کارخانې په کار پيل وکړ

۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په لغمان ولایت کې د وريژو د پروسس او بسته بندۍ د لومړنۍ کارخانې د کار پيلولو څخه خبر ورکړ. د وزارت په خبره د دغې کارخانې پر جوړیدو باندې ۷۰۰ زره امريکايي ډالر لګيدلي دي.

Guinea-Bissau Reisfelder
انځور: DW/B. Darame

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ ۲مه) خبر ورکړ چې دغه کارخانه د لغمان ولایت په مرکز، په څلور جريبه مساحت ځمکه کې جوړه شوې چې په يوه ورځ کې د ۷۵ تنه وريژو د پروسس او بسته بندۍ وړتيا لري.

دغه وزارت زیاتوي چې د یادې کارخانې په جوړيدو سره  کروندګرو ته اسانتياوې رامنځ ته شوي او ترڅنګ یې ۳۰ تنو ته په کې د کار شرايط برابر شوي دي. په پام کې ده، په دغې کارخانه کې پروسس شوې وريژې کونړ، ننګرهار، نورستان او کابل ولایتونو ته ولیږودل شوي.

د افغانستان د کرهنې وزارت، څه موده وړاندې په روان لمريز کال کې د وريژو په حاصلاتو کې له ډيروالي څخه خبر ورکړی وو. دغه وزارت ويلي وو چې د تيرکال په پرتله سږکال په دغو حاصلاتو کې شا او خوا ۱۵ سلنه ډيروالی راغلی دی.

د افغانستان په شمال کې کندز، بغلان او بلخ، او په ختيځ کې لغمان او کونړ له هغو ولايتونو څخه دي چې د شولو، چې بيا ورڅخه وريژې په لاس راځي، کرکيله ډيره کيږي. د شولو دانې تر پروسس وروسته په وريژو بدلیږي. په افغانستان کې د دغو کارخانو تر جوړيدو د مخه، کروندګرو خپلې شولې د کوچنيو ماشينونو په وسيله پروسس کولې چې معمولا په بريښنا او يا هم د تراکتورونو په وسيله چلول کیږي.

سربيره پر دې چې د افغانستان ډېر ولايتونه د وريژو پريمانه حاصلات لري، خو دغه تولیدات په دومره اندازې نه دي چې د افغانستان خوراکي اړتیا پوره کړي.

د افغانستان د ملي احصايې ادارې د معلوماتو په حواله، افغانستان د ۱۳۹۹ کال له پاره خپلې د اړتیا وړ وريژې ۶۵۵ زره ټنه اټکل کړې ده، چې کورنيو تولیداتو ته په کتو سره دغه مقدار له ۲۱۵ زره ټنه کمبود سره مخ دی.

دویچه وله د/م.ک.ص./ب.ص.