1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون وروستی کمپاین پیل شو

محمد کریم صالح | آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۳, دوشنبه

په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۴م کال د پولیو واکسیناسیون د وروستي کمپاين له پیلېدو خبر ورکړ. دا په افغانستان کې په روان کال کې د پولیو شپږم کمپاین دی چې درې ورځې به ادامه ولري.

په افغانستان کې د ماشومانو د پولیو واکسیناسیون
افغانستان د روان کال د پولیو واکسیناسیون وروستی کمپاین په لاره اچولیانځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

دطالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲۳مه) د پولیو واکسیناسیون د پیل اعلان وکړ او ويلي دي چې هدف ېې له پولیو ناروغۍ څخه د څه باندې ۴ اعشاريه ۸ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو محافظت دی.

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان، په یوه اعلاميه کې ويلي چې دا په روان کال کې شپږم کمپاین دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۱۱ ېې پکې تر پوښښ لاندې نيول کيږي.

چارواکو له ديني علماو، قومي مشرانو او مخورو غوښتي چې له دغه کمپاین سره همکاري وکړي. پولیو په ماشومانو کې پېښېدونکي یوه خطرناکه نارغي ده چې د هغوی د فلج او حتی د مړينې سبب کېدای شي. 

د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی چې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو له بېرته ستنېدا سره، د پولیو د خپرېدا خطر ډېر شوی دی.

سربېره پر دې چې افغانستان کې تر اوسه د پولیو واکسیناسیون څو پړاونه تطبیق شوي، خو د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې سږکال پکې د پولیو ۲۵ پېښې ثبت شوي دي. تېرکال په افغانستان کې ټول ټال شپږ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو واکسیناسیون پر وړاندې ځينې بې باورۍ او ستونزې هم موجودي وي.

طالبانو هم د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته تر رسېدلو مخکې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د پولیو د کور په کور واکسیناسیون کمپاین باندې بندیز لګولی و. خو واک تر بیا رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو د مذاکراتو په نتیجه کې دغه کمپاین اوس تطبیق کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب