1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شوی

۱۴۰۳ آبان ۷, دوشنبه

د طالبانو د روغتيا وزارت په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين يو بل کمپاين پيل کړی دی، چې په دې ترڅ کې به تر ۶،۲ ميليونه ډېر هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، واکسين شي.

افغانستان: یو کوچنی د پوليو واکسين ترلاسه کولو په حال کې
پوليو يا ګوزڼ چې یوه ساري مکروبي ناروغي ده، د فلج کيدو او مړينې باعث هم ګرځېدلی شي.انځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

د طالبانو د روغتيا وزارت وياند ډاکتر شرافت زمان، د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې دا درې ورځنی کمپاين به چې په روان ميلادي کال کې دريم دا ډول کمپاين دی، د هېواد له ۳۴ څخه په ۱۶ ولایتونو کې ترسره شي.

چارواکو په دې ترڅ کې پر مذهبي او قومي مشرانو، والدينو او د ټولنې پر نورو بانفوذه شخصيتونو باندې د دې کمپاين د ملاتړ او له پوليو څخه د ماشومانو د ساتنې غږ کړی دی.

پوليو يا ګوزڼ چې یوه ساري مکروبي ناروغي ده، د فلج کيدو او مړينې باعث هم ګرځېدلی شي.

طالبانو د روان کال په سبتمبر میاشت کې د پوليو يو مخکنی کور په کور کمپاين ځنډولی وو چې هدف یې د واکسين د تطبیق په تګلاره کې بدلون بلل شوی وو. ملګرو ملتونو هغه مهال ويلي ول چې طالبانو د کور په کور واکسين پر ځای په جوماتونو کې د واکسين د تطبيقولو سپارښتنه کړې ده.

آیا افغانستان کې د پولیو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي؟

31:30

This browser does not support the video element.

په دسمبر مياشت کې د روغتيا نړيوال سازمان (دبليو اچ او) خبرداری ورکړی وو چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرو هېواد ته له بيرته ستنېدو سره د پوليو د خپريدو خطر ډېر شوی دی. له هغه وخت راهېسې افغانستان د واکسيناسيون څو دورې عملي کړي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې په روان میلادي کال کې د پولیو ۲۳ قضيې ثبت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د روغتيا وزارت بيا ادعا کوي چې په روان ميلادي کال کې هیڅ مثبته پېښه نشته. په تېر ميلادي کال کې په دغه هېواد کې په ټولیزه توګه د پوليو يا ګوزڼ ۶ قضیې ثبت شوې وې.

په افغانستان او پاکستان کې د واکسيناسيون کمپاينونه د توطيو د نظريو له کبله لکه دا چې واکسين د شنډ کيدو باعث کيږي او دا چې د واکسيناسيون په ترڅ کې جاسوسي ترسره کیږي، تل له ننګونو سره مخامخ وي. 

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل

02:20

This browser does not support the video element.

په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې، دغه ډلې تر خپل کنترول لاندې سيمو کې کور په کور واکسيناسيون منع کړی وو. خو په ۲۰۲۱م کال کې د دغه ډلې تر واکمنېدو وروسته ورسره ملګرو ملتونو په ټول هېواد کې د واکسيناسيون د پروګرام د بيرته پېلولو په اړه بريالۍ خبرې اترې وکړې.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب