1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوګر د برید تلفاتو شمیر نور هم لوړ شوی دی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبه

د لوګر ولایت په مرکز کې د جمعې ورځې موټر بم په بريد کې د تلفاتو شمیر ۲۴ ته لوړ شوی، خو ځينې چارواکو دغه شمیر تر دې هم لوړ بولي. د آلمان خبري آژانس له کابل څخه ليکي چې ۱۱۰ تنه نور ټپیان دي چې ښځينه او ماشومان هم په کې دي.

Afghanistan Logar | Verwüstung nach Explosion einer Autobombe mit mehreren Toten
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/Xinhua/Ahmadi

د لوګر ولایت يوه روغتيايي چارواکي سيد عاشق الله نجيبي تر دې وړاندې د آلمان خبري آژانس ته ويلي وو چې د ټپيانو په ډله کې د يوولس تنو وضعيت نازک دی. د افغان چارواکو په وینا د دغې پيښې په قربانيانو کې ماشومان هم شامل دي.

دغه آژانس په خپل لومړني رپوټ کې د دغې پيښې د قربانيانو شميره ۱۶ ښودلې، د فرانسې خبري آژانس بیا دغه شمیره ۲۱ ښودلې په داسې حال کې چې افغان چارواکي يې تر دې هم لوړ ښيي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي قريب الله سادات وايي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي چې اکثریت يې هغه ځوانان ول چې په يوه میلمستون کې د کانکور آزموينې کې د ګډون له پاره راغلي او منتظر ول.

د لوګر په مرکز پل علم کې د جمعې ورځې په ماښام دغه خونړی د موټربم برید په داسې حال کې شوی چې نن د می لومړۍ له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د پيل رسمي نيټه ده.

انځور: ZUMAPRESS/imago images

رپوټونه د چارواکو له قوله ليکي، د لوګر په مرکز کې د جمعې ماښام بريد د هستوګنې په يوه سيمه کې یوه روغتون ته نژدې شوی چې روغتون ته هم په کې زيان اوښتی. چارواکي وايي لا روښانه نه ده چې دغه سيمه په څه دليل په نښه شوې ده.

په ابتدايي رپوټونو کې د لوګر ولایت د پولیسو له قوله ويل شوي ول چې ډير شمیر کسان تر لويدلو دیوالونو او چتونو لاندې بند پاتې دي او د پيښې ځای ته د ژغورنې ډله استول شوې ده.

د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني په ګډون افغان لوړپوړو چارواکو دغه برید غندلی دی. غني په يوه اعلامیه کې ويلی دي: « طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسئول دي.» غني زیاته کړې چې طالبانو يو ځل بیا ثابته کړه چې دوی سولې او د افغانستان د شخړې د اساسي حل له پاره اراده نه لري.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق آرین په يوه تويټري پيغام کې لیکلي دي چې د لوګر د جمعې شپې په برید کې پر خلکو د کوټو چتونه راغورځېدلي، د لوګر مرکزي روغتون ته هم زیان رسيدلی او په کې بستر ناروغان ورڅخه وښکل شوي دي.

د لوګر ولایت پرونۍ خونړۍ پيښه په اړه افغانانو په ټولنيزو رسنیو کې هم ډېر غبرګونونه ښودلي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.