1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو آلمانی پوليس په افغانستان کې د پيسو د غلا په تور محکوم شو

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

دا چې په افغانستان کې د بيا رغونې او پوليسو د روزنې له پاره په نظر کې نيول شوې پيسې يې غلا کړې دي، نو يو آلمانی د پوليسو افسر اوس په يوې تعليقي جزا محکوم شوی دی. نور جزئيات په رپوټ کې.

Afghanistan Polizei Polizist Kundus Sandkastenraum Ausbildung German Police Project Team GPPT
آرشيفانځور: dapd

د آلمان د تورينګن آيالت د پوليسو دغه صاحب منصب په برلين کې اوس په يوې تعليقي جزا محکوم شوی دی. د برلين د تيرګارتن محکمې دغه ۴۹ کلن سړی د جمعې په ورځ‌ د درغلۍ او د اسنادو د تقلب په لس مواردو کې په تعليقي جزا محکوم کړی دی.‌ دغه خبره د محکمې يوې وياندې کړې ده. دغه پيسې د يوې پروژې په چوکاټ کې ورکړل شوې وې چې هدف يې په مزار شريف کې د افغاني پوليسو روزنه او بيا رغونه وه. د پوليسو د دغې حوزې مسئوليت له ياد افسر، يان اس، سره وو. اوس ويل کيږي چې نوموړي په ټول ټال لس مواردو کې د معاش د توزيع کولو ادعا کړې،‌ خو پيسې يې په خپل جيب کې اچولې دي. څو دغه درغلي او غلا يې ښکاره نه شي، نو تقلبي‌ اسناد يې هم جوړ کړي دي. داسې ويل کيږي چې د دغه جرم له کبله د آلمان د کورنيو چارو وزارت ته ټول ټال ۵۰ زره يورو تاوان اوښتی دی.

AFP/ن ص/ق ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب