1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او د مورنيو ژبو وضعيت

۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبه

افغان حکومت وايي، په مورنۍ ژبه زده کړې ورکول د یوه نړېوال اصل په توګه مني او په دې برخه کې کار کوي. خو ایا ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ټولو ژبو ویونکو ته د هغوی حقونو سره سم پام کیږي؟

Learning by ear
انځور: DW

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د هېواد اساسي قانون سره سم یې ښوونیز نصاب د رسمي ژبو ( پښتو او دري) سربیره په یوشمېر نورو ژبو هم چمتو کړی دی. خو د چارو کتونکي وايي، د افغانستان له ادارو نېولې بیا تر ښوونیز نظامه په ټولو برخو کې د ژبو ترمنځ انډول ته په اړينه توګه پام نه دی شوی.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محمود مرهون وویل، د لږکیو ژبو سره د توپيري چلند سربیره ان پښتو ژبه چې د هېواد ملي او رسمي ژبه ده هم په ډېرو برخو کې له پامه غورځول شوې:»همدا اوس په ډیری ادارو کې په پښتو ژبه مکتوبونه نه لیکل کیږي، ځیني مامورین په پښتو ژبه پر لیکل شوې عریضه او مکتوب نه پوهیږي.«

د پوهنتون دغه استاد زیاتوي چې پلازمینه کابل چې ډیر شمېر اوسېدونکي یې په پښتو ژبه خبرې کوي، په ډیرو سیمو کې یې ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه نشته.

خو له بل اړخه د پښتو او دري علاوه د افغانستان د ګڼ شمير نورو ژبو يو شمير ويونکي هم له شته وضعيت څخه خوښ نه دي او وايي د ژبو د انډول ساتنې بحثونه نه يوازي بايد تر دري او پښتو محدود وي.

د پښتو ښوونځیو کموالی

«په ډیرو سیمو کې یې ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه نشته»انځور: picture-alliance/dpa/V. Melnikov

د بعضو کتونکو په آند په یوشمېر ولایتونو کې هم د پښتو ښوونځیو کموالی او یا هم نشتوالی بله هغه ستره ستونزه ده چې د زده کړو ورکولو برخه کې د ژبو ترمنځ د توپيري چلند مانا لري.

د افغانستان د پوهنې وزارت سره له دې چې مني په یوشمېر برخو کې د ژبو ترمنځ انډول نه دی ساتل شوی، خو په مورنیو ژبو زده کړې ورکول یې خپل لومړیتوب یاد کړ.

د دغه وزارت ویاندې نجیبه آرین دویچه ویله ته وویل، د پښتو او دري سربیره همدااوس تر ۷۲ زره ټوکه ډیر کتابونه د لږکیو په ژبو لیکل شوي: »د بیلګې په توګه دغه کتابونه په پشه يي، ګجري، واخاني، ازبیکي، ترکمني او شغناني ژبو چمتو او اړوندو سیمو ته لېږل شوي دي.«

آغلې ارین زیاتوي چې د هېواد د نورو لږکیو قومونو په ژبه تر ۹۰۰ زره ډیر نور کتابونه هم تر کار لاندې دي. د پوهنې وزارت ویاندې په خبره دغه کتابونه به له لومړي تر نهم ټولګي د اړوندو سیمو په ژبه تدریسیږي.

نوموړې ددې نېوکې په ځواب کې چې ګواکې کابل کې په پښتو ژبه ښوونځي نشته وویل، چې همدا اوس په کابل ښار کې شاوخوا ۱۴ د پښتو ژبې فعال ښوونځي شته. 

»له نورو ژبو سره دوه ګونی چلند«

هاخوا د ژب ژغورنې ملي غورځنګ په نوم یوه بنسټ نن یکشنبې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ولمانځله او په دغو لمانځغونډو کې یې په حکومت نېوکه وکړه چې په ډیرو برخو کې یې اساسي قانون تر پښو لاندې کړی.

په افغانستان کې د نجونو زده کونکو د کمپيوټر يو ټولګیانځور: Codetoinspire.org

د دغه غورځنګ د مشرتابه شورا غړي زاهدالله سیلاب دویچه ویله ته وویل: »ښوونځیو او پوهنتونونو کې پښتو ژبه د نشت برابر ده، کابل پوهنتون چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو محصلین پکې زده کړې کوي، خو په پښتو ژبه لکچر او لکچرنوټ ډیر کم موندل کیږي.«

د سیلاب په خبره حکومت د اساسي قانون ۱۶ او ۴۳ مادې تر پښو لاندې کوي.

د اساسي قانون په ۱۶ ماده کې راغلي: »د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پامیري او په هېواد کې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.«

 د فبرورۍ ۲۱مه په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د یونسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې د نړېوالې ورځې په توګه ونومول شوه. پردې ورځ د ډیرو هغو ژبو د حقونو خبره کیږي، چې ویونکي یې د بیلابیلو لاملونو پر بنسټ له خپلو حقونو بې برخې وي.

په دې ورځ د لږکیو په هغو ژبو هم بحث کیږي، چې د مړه کېدو له ګواښ سره مخ دي. د شمېرو له مخې، اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا ۶۰۰۰ ژبې شته چې ۴۳ سلنه يې د له منځه تلو له  گواښ سره مخ دي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل