1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: افغانستان باید د اقليم په کنفرانسونو کې ګډون ولري

محمد کریم صالح | د فرانسې خبري آژانس له موادو
۱۴۰۳ آذر ۱۱, یکشنبه

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل چې افغانستان باید په راتلونکې کې د اقلیم په نړېوالو غونډو کې حضور ولري. مطیع الحق خالص دغه څرګندونې د باکو په نړېوال کنفرانس څخه تر ستنېدو وروسته کړي دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې عمومي مدیر، مطیع الحق خالص
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ وویل چې افغانستان باید په راتلونکې کې د اقلیم په نړېوالو غونډو کې حضور ولريانځور: LAURENT THOMET/AFP

د افغانستان پلاوی د آذربایجان په باکو ښار کې د اقلیم نړيوال کنفرانس (COP29) ته د «مېلمنو» په توګه دعوت شوي ول او د یوه طرف په حیث د دغه کنفرانس په مستقیمو بحثونو کې دخيل نه ول.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې چارواکي، مطیع الحق خالص، د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «افغانستان باید په راتلونکې کې په دا ډول کنفرانسونو کې ګډون وکړي.»

خالص تېره میاشت د باکو په کنفرانس کې د افغانستان ګډون، د یوې «لويې لاسته راوړنېِ» په توګه یاد کړ. هغه زیاته کړه: «سږکال موږ په کنفرانس کې ګډون وکړ تر څو وشو کړی د ولس غږ پورته کړو چې هغوی له کومو ستونزو سره مخ یو او غوښتنې ېې څه دي. موږ باید دغه موضوعات له نړۍ سره شريکې کړو.»

دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د باکو د اقلیم په نړېوال کنفرانس کې افغان پلاوي د «روسيې، قطر، آذربایجان او بنګله دیش هېوادونو د پلاوو په ګډون د ۱۹ مختلفو سازمانونو او حکومتونو له پلاو سره غونډې درلودې.»

افغانستانباوجود دې چې د مضره ګازاتو حد اقل افراذات لري، خو د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې په نړېواله سطحه د حرارت درجې له لوړېدو تر ټولو ډېر اغیزمن شوي دي. افغانستان سربېره پر دې څو لسیزو داخلي جګړو، مهاجرتونو او وچکالیو ځپلی دی.

افغانستان د نړۍ د تر ټولو بېوزله هېوادونو په کتار کې چې په ځانګړې توګه څو لسیزو جګړو او وچکالیو هم سخت ځپلی دی، تر ټولو ډېر د اقليمي بدلون د خطرونو په معرض کې قرار لري.

که څه هم ملګري ملتونه د ښځو پر وړاندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونه «جنسي اپارتاید» په توګه یادوي، خو له دې سره سره د افغانستان د رغونې او په نړېوالو غونډو کې ېې د ګډون له پاره د مرستو غږ کړی دی.

(AFP)mks/aa/

له آرشیف څخه:

پر اقلیمي بدلون سربیره سکي وهل څومره ممکن دي؟

03:55

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب