1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځ ولې په افغانستان او عراق کې خپلو هدفونو ته ونه رسېد؟

۱۴۰۰ تیر ۱۴, دوشنبه

د لوېديځ د مداخلې تګلارې نه يوازې په افغانستان کې لږ لاسته راوړنه لرله، بلکې په عراق او ليبيا کې یې هم برياوې د پام وړ نه وې. علتونه یې څه دي؟

Afghanistan Auseinandersetzungen zwischen Taliban und Sicherheitskräften im Bezirk Khanabad
انځور: Sherinagha Azizi

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو بهير روان دی. دغه هيواد چې دوی یې ترشا پريږدي له يوې باثباته ديموکراسۍ ډېرې لېرې دی، وسله وال طالبان د هيواد ډېرې برخې تر کنترول لاندې لري او د پرمختګ په حال کې دي.

د لوېدیځ سیاستوال او د تګلارو طراحان باید دا خبره ومني چې په يوه سيمه کې سياسي کلتور داسې څه نه دي چې د رسمونو پر يوه تخته یې سړی تغير کړي. څه چې ښايي په نظري توګه ښه بريښي، لکه په ۲۰۰۴م کال کې تصويب شوی د افغانستان مترقي او ليبرال په نظر راتلونکی اساسي قانون، په سيمه کې به دومره موثر ثابت نه شي. 

ډېري تمي

خو افغانستان يوازينۍ هيواد نه دی چې د لوېديځ د مداخلو هدفونه پکې نه دي ترلاسه شوي. البته هغه هدفونه چې دوی له ځان سره ټاکلي ول. په عراق کې یې هم هیلې پوره نه شوې، که لږ تر لږه ورته سړی په ۲۰۰۳م کال کې د امريکا د مداخلې پر وخت د اعلان شويو تمو له زاویې وګوري.

د امريکا د هغه وخت ولسمشر جورج دبليو بوش د ۲۰۰۳م کال په نوامبر کې ويلي ول: «د منځني ختيځ په زړه کې به د يوه آزاد عراق رامنځته کول د ديموکراسۍ په نړيوال انقلاب کې يوه مهمه نقطه وي.»

خو عراق اوس د خپل ځواکمن ګاونډي ايران په مقابل کې د خپل استقلال د ساتلو له پاره هلې ځلې کوي.

د ليبيا یاغيان په ۲۰۱۱م کال کې د بريا لمانځلو په حال کې انځور: AP

په ليبيا کې هم د ناټو په مرسته د پخواني ولسمشر معمر القذافي تر پرځولو وروسته هيلې او تمي پوره نه شولې. هغه وخت د امريکا متحده ايالاتو او فرانسې ولسمشرانو بارک اوباما او نيکولای سرکوزي او همدا راز د بريتانيا لومړي وزير ديود کاميرون د ۲۰۱۱م کال په اپريل مياشت کې په يوه شريکه اعلاميه کې ويلي ول چې کله چې [قذافي] وپرځول شي «نو بيا به له يوې ديکتاتورۍ څخه د يوه ټول شموله اساسي قانون پروسې ته رښتينې انتقال پېل شي.» 

خو د قذافي د پرځيدو وروسته لس کاله جګړه وشوه. همدا په روان کال کې ښکيل اړخونه پر يوه اساسي قانون او پر دې سلا شول چې د همدې ۲۰۲۱م  کال په دسمبر مياشت کې به پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د لوېديځ غوښتنې او د افغانستان واقعيتونه

د ناکاميو علت څه وو او يا دا چې تمي ولې پوره نه شولې؟ د دې اصلي دليل د مداخله کوونکو غوښتنې او په سيمه کې د سياسي واقعيتونو توپير دی.

د سولې او شخړې آلمانی څيړونکی کونراد شيتر هغه بنسټیز مشکلات په ګوته کړی چې د لوېدیځ دولتونه ورسره مخامخ ول. په دې کې پر نورو سربیره «غير دوستانه طبيعي فضا، د ښارونو او کليو ترمنځ تفاوت او کلتوري ناهمغږي شامل دي.»

همدا راز په دې کې د ټولنې د بېلا بېلو قشرونو له ټولنې څخه مختلف تصورات هم شامل دي. کونراد شيتر ليکي: «د بشري حقونو او ديموکراسۍ پلي کيدل او همدا راز ښځو ته د مساوي حقونو د ورکړې پروسه د ښاري وګړو له نظره ژر عملي نه شوه، خو همدې څه ته بيا د لیرې پرتو سيمو اوسيدونکو د غیر اسلامي کړنو په نظر کتل.»

د نوموړي له نظره په همدې وجه طالبان په ځانګړي توګه د هيواد په جنوبي سيمو کې له پراخه ملاتړه برخمن دي.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی او د آلمان لومړی وزير ګیرهارد شرودر په ۲۰۰۲م کال کېانځور: picture-alliance/dpa

اسلام پوه شتفان وايدنر هم ورته نظر لري: «اوس له طالبانو سره مذاکرات کول، په داسې حال کې چې سړي شل کاله د آلماني پوځ تر مخافظت لاندې د آلماني ښځو حقونه او د آلماني قانون پر بنسټ د ولاړ حکومت درس تدريس کړی وي، يوې ناکامۍ ته ورته بريښي.»

د وايدنر په خبره په ټولیزه توګه، غربي دولتونو ډېر لوړ او په اصطلاح خيالي هدفونه ټاکلي ول نه يوازې په افغانستان، بلکې په عراق او ليبيا کې هم.

لوړ لګښتونه لږه ثمره

د دې هدفونو د ترلاسه کولو له پاره لوېدیځ او نړيوالو موسسو ډېره پانګونه کړې. د تېر کال په نوامبر کې د افغانستان له پاره د يوه کنفرانس له لارې۱۰،۱ ميليارد يورو راټولې شوې. دا پېسې به په راتلونکو څلورو کلونو کې افغانستان ته ورکول کيږي.

په جګړه او جګړه ځپلو سيمو کې د هلو ځلو او پاتيدو لګښتونه د نظر د فريب باعث شول. دا څرکندونې د منځني ختیځ کارپوه دانيل ګېرلخ کوي. نوموړي زياته کړه چې د مصرف شويو پيسو څخه اکثره وخت يوازې لږه برخه په رښتيا د بيارغونې له لارې ولس ته رسيږي ځکه چې په دغو سيمو کې د پرسونل، دفتر او د هغوی د امنيت مصارف ډېر لوړ وي.

په ليبیا کې داخلي فشارونه

ځيني وخت ډېرې مالي مرستې هم د بنسټيزو ستونزو په حلولو کې مرسته نه شي کولی. د ليبيا د کورنۍ جګړې په اړه سياست پوه ولفرام لاخر په خپل کتاب کې د دولت سياسي او اقتصادي سقوط او د هغه په نتيجه کې رامنځته شوې ستونزې تشريح کړي دي. د هغه په خبره په کابو ټولو  ښارونو کې داسې سيالې ډلو شتون درلود چې تل یې نوي ائتلافونه جوړول.

پر دې سربیره دا ډلې زياتره یې دباندې نه شي پيژندل کیدلی. نوموړی زياتوي: «د دې پر ځای چې خپل مشخصات واضح کړي او يو روښانه هويت خپل کړي، دا وسله والې ډلې د خپلو نومولو په بدلونو سره ځانونه پټوي.»

د ۲۰۲۱م کال په مي مياشت کې د عراق د حکومت د يوه منتقد د وژل کیدو پر ضد مظاهرهانځور: Mohammed Sawaf/AFP

په بله اصطلاح ناټو د يوه ديکتاتور په پرځولو کې ونډه ولرله: پرته له دې چې تصور وکړي چې د هغه سړی پرته چې د هېواد مشري یې کوله څرنګه به دلته جوړښتونه او نظام پر ځای وساتل شي.

په عراق کې ناسمې پريکړې

په عراق کې هم لوېديځوالو بنسټیزې سهوې وکړې. تر هغه وروسته چې په ۲۰۰۳م کال کې ائتلافي ځواکونه هلته داخل شول، په عراق کې د امريکا غير نظامي مشر په توګه پاول بريمر داسې پريکړې وکړې چې ژورې پايلې يې درلودلې.

نوموړي دولتي شرکتونه خصوصي کړل او د صدام حسين «بعث» ګوند او د عراق پوځ يې منحل کړل. د دې پايله دا وه چې د زرونو عراقيانو د اقتصاد بنسټ ويجاړ شو. له دغو انسانانو دېری یې د القاعدې او نورو اسلامپالو ډلو سره يوځای شول او په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي يوه داسې څپه رامنځته شوه چې ساري یې نه درلود.

وايدنر په دې اړه وايي: «د عراق معضله به دومره پيچلې شوې نه وای که چېرې ورسره مسئولانه او لږ اديالوژيک چلن شوی وای او د داسې کسانو له خوا نه وای رهبري شوی چې يوازې خپلې ګټې یې په نظر کې لرلې.»

هغه زياتوي چې که چېرې د ګاونډي هېوادونو د ګواښلو پر ځای، هغوی شريک شوي وای نو عراق به په يوه ناورين نه وای بدل شوی. وایدنر زياتوي: «د [لويدیځ ائتلاف] به له لږ مقاومت سره مخ شوی وای که چېرې سړي د عراقيانو يوه برخه یې يعني هغه چې د صدام حسين سره یې ګډ کار کړی وو او يا دې همکارۍ ته مجبور شوي ول، دښمنان نه وای ګڼلي.»

ب. ص / ن . ز (Knipp Kersten)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل