1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان ته يوځای راغلي یوو او یوځای به ترې وځو»

۱۴۰۰ فروردین ۳, سه‌شنبه

د امریکا د دفاع وزیر په ناټو سازمان کې د اصلاحاتو ترڅنګ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه اروپايي هیوادونو ته د بشپړ معلوماتو وکولو ژمنه وکړه.

Belgien NATO l US-Außenminister Blinken u Jens Stoltenberg in Brüssel
انځور: Yves Herman/AFP

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن په بروکسل کې دی. نوموړي د شمالي انتلانتیک دفاعي تړون (ناټو) له عمومي منشي سره تر ابتدایي خبرو وروسته رسنیو ته وویل: «امریکا او لویدیځ متحدین یې یوځای افغانستان ته ننوتلي وو او اوس به یوځای له دغه هیواده وځي». بلینکن د ناټو په مقر کې د دوه ورځنیو خبرو اترو له پاره بروکسل ته رسیدلی دی.

بلینکن د ناټو له عمومي منشي ینس ستولتنبرګ سره ولیدل. هغه خبریالانو ته وویل چې په نړیواله کچه د موجودو خطرونو او اقلیمي بدلونو ننګونو ته په کتلو سره اوسنی وخت د ناټو له پاره ډیر اهمیت لري.

نوموړي بروکسل ته د خپل سفر په اړه وویل: «زه دلته له ناټو سره د امریکا د پيوستون او ژمنتیا څرګندولو له پاره راغلی یم. امریکا تر ټولو په لومړي قدم کې له ناټو سره د لومړیتوب پر بنسټ خپلې اړیکې لا ټينگول او په دغه سازمان کې د خپل مشارکت را ژوندي کول غواړي. موږ د خپل اتحاد په لا زیات مستحکم کولو سره هغه دوباره را ژوندی کول غواړو.»

د ترمپ د دورې د انديښنو لیري کولو هڅه

د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دور کې د واشنګټن او ناټو سازمان ترمنځ تر څلور کلن اختلافاتو او جنجالونو وروسته اوس په بروکسل کې هم د جوبایدن د حکومت د دوستۍ او همکارۍ د زیاتولو سګنال ته هرکلی ويل شوی دی.

له افغانستانه د ځواکونو ایستل

کله چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د امکاناتو په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې امریکا په دې اړه اوس پر متبادلو امکاناتو غور کوي او په دې هکله به له خپلو متحدینو سره سلا مشورې هم وکړي. په دغو دوو ورځو کې به د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر مسئلې بحثونه وکړي.

بلینکن وویل: «موږ یوځای افغانستان ته داخل شوي وو، د حالاتو مطابق مو په توافق او یو له بل سره په ارتباط کې کار وکړ او موږ به له هغه ځایه یوځای وځو.»

د امریکا د دفاع وزیر لائید آستن د یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۱ نېټه) په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی وو. نوموړي د دغه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې له ولسمشر اشرف غني او ځينو افغان لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

له طالبانو سره شوې موافقه

تیر کال له طالبانو سره د شوي موافقې پر اساس له افغانستان څخه د امریکا ځواکونو وتلو ته اوس یوازې څو اونۍ پاتې دي. له همدې امله افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر او اوس بروکسل ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر دغه سفرونه ډیر مهم بلل کیږي.

د امریکا د دفاع وزیر لائیډ آستن په افغانستان کې ویلي وو: «په دې هیواد کې د تشدد کچه ډیره لوړه ده. موږ په تاوتریخوالي کې حقیقي کمښت غواړو او زما په اند که په دې کې کمښت رامنځته شي، نو بیا د یوې دیپلوماتیکې حل لارې له پاره زمينه مساعد کیدلی شي.»

د امریکا د دفاع وزیر تیره اونۍ د آسیا په سفر تللی وو. تر افغانستان مخکې هغه جاپان، سویلي کوریا او هندوستان ته ورغلی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز