1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په افغانستان کې سږ کال ۴۳۳ ټنه تریاک تولید شوي

۱۴۰۳ آذر ۷, چهارشنبه

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې اعلان کړی دی چې د تریاکو د تولید د ټیتې کچې سربیره هم سږ کال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه تریاک تولید شوي دي چې دا په ۲۰۲۲م کال کې د ترياکو له توليد شوې کچې څخه ډېر لږ دي.

افغانستان کې د تریاک د تولید کچه د ۲۰۲۲م کال په پرتله په پسې ډول په دويم کال همداسې ټيټه پاتې ده.
افغانستان کې د تریاک د تولید کچه د ۲۰۲۲م کال په پرتله په پسې ډول په دويم کال همداسې ټيټه پاتې ده.انځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د چهارشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تریاک د تولید کچه د ۲۰۲۲م کال په پرتله په پسې ډول په دويم کال همداسې ټيټه پاتې ده.

د دغه سازمان د نویو اټکلونو پر بنسټ، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د تریاکو تولید ۴۳۳ ټنو ته رسېدلی چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله د تریاکو په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

د دې سازمان په وینا، د تریاکو تولید د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کم شوی، يعني له هغه وخت راهېسې  چې طالب چارواکو د مخدره توکو پر کښت بندیز لګولی وو.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر د نومبر په ۶مه نیټه د تریاکو د کښت شمیرې خپرې کړې، چې له مخې یې د تیر کال په پرتله د ۲۰۲۴ په اوږدو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت شاوخوا ۱۹ سلنه زیات شوی او پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي خو  دا ساحات اوس هم د مخدره توکو د بندیز د کچې تر مخکې مودې کچو څخه ډېر لږ دي.

د تریاکو له تولید څخه عواید

د دغه سازمان موندنې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د تولید شویو تریاکو ارزښت شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوی چې د تېر کال په پرتله ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، خو بیا هم په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له لوري د نشه يي توکو پر کښت د بندیز تر مخه مودې ارزښت په پرتله ۸۰ سلنه کم دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د نشه یي توکو پر کښت ممنوعیت وضع کړ، د تریاکو بیه چې له هغې هیرویین جوړیږي، لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د نوي راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د هر کيلوګرام تریاکو بيه شاوخوا ٧٣٠ ډالره ده چې دا نږدې ثابت نرخ بلل شوی دی. په داسې حال کې چې په ٢٠۲٢ کال کې د هر کيلو تریاکو بيه شاوخوا سل ډالره وه.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې (UNODC) اجرائيه رئيس غاده ولي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمولو لپاره د نړيوالو هڅو پر همغږي ټينګار وکړ او ويې ويل: «د کوکنارو د کښت او توليد د کچې د راټيټېدو دويم کال د پېچلو پړاونو شاهد دى.»

هغه زیاته کړې چې په دې اړه فرصتونه او ننګونې هم شتون لري: «نړیوالې هڅې باید همغږي شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا کمښت په افغانستان یا سیمه کې د ميت امفتامین يا کرستیال په څیر د خطرناکو مرکبو مخدره توکو د تولید بدیل ونه ګرځي.»

دغه راز هغه په ​​افغانستان کې د کوکنارو په کښت پورې تړلو کلیوالو سره د مرستې لپاره د نورو لارو چارو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه: »موږ باید د کوکنارو په کښت پورې تړلو کلیوالي ټولنو سره مرسته وکړو چې په زیربناو، کرنیزو سرچینو او دوامداره معیشت کې د پانګونې له لارې قانوني او اقتصادي انتخابونو ته مخه کړي.«

په راپور کې دا هم راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کروندګرو تر ډېره د غنمو او پنبې په ګډون بدیل فصلونه کرلي ول، خو بیا هم د تریاکو د کښت عاید د غنمو په پرتله ۶۰ برابره لوړ دی.

له همدې امله دې سازمان خبرداری ورکړی چې د قانوني او ګټورو کښتونو نشتوالی او اقتصادي ستونزې ښايي یو شمېر بزګران د کوکنارو کښت ته وهڅوي.

د دغه سازمان رپوټونه ښيي چې د تریاکو ډېر کښت او تولید د افغانستان له جنوب لوېدیځو ولایتونو څخه شمال ختیځو ولایتونو ته لېږدول شوی، هغه ځای چې اوس پکې د ترياکو دوه په دريمه برخه توليديږي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې UNODC، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) سره یو ځای په افغانستان کې د نشه یي توکو د استعمال د اختلالاتو د درملنې لپاره د ظرفیت او سرچینو په اړه یو ګډ راپور هم خپور کړی دی.

افغانستان له کلونو راهیسې په نړۍ کې د نشه یي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد وو. وروسته له هغه چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، ډېری کروندګر له مالي پلوه سخت زیانمن شول او د بدیل حاصلاتو څخه یې د ګټې اخیستو توان نه درلود.

افغانستان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی چې شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي یې پر زراعت متکي دي.

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب