1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغانستان-پاکستان ترمنځ د اپټا تړون تمدید شو"

۱۴۰۰ فروردین ۱۲, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چې له پاکستان سره د اپټا په نوم سوداگريز هوکړه ليک د درو نورو میاشتو له پاره غځول شوی دی. په اپټا کې څه دي او ایا افغان حکومت ترې لازمه ګټه اخېستې؟

Pakistan LKW-Fahrer
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د افغانستان – پاکستان سوداګریز او ترانزیټي هوکړه لیک د درې میاشتني تمدید پروتوکول یې له پاکستاني چارواکو سره لاسلیک کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني نن پنجشنبې (۲۰۲۱م کال د اپریل لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «ددې هوکړه لیک تمدیدول د درو میاشتو له پاره د (٢٠٢١م کال د فيبرورۍ میاشت له ١١ مې نیټي د می میاشتې تر ١١ مې) پورې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریز او ترانزیټي برخو کې د حقوقي تشې د رامنځته کیدلو مخنیوی کوي.»

ددې هوکړه لیک د تمدیدو په اړوند جوړو شویو مراسمو ته د پاکستان د لومړي وزیر اقتصادي او پانګونې ستر سلاکار رازق داوود په انلاین ډول وینا وکړه.

هغه وویل: «د هیوادونو لوړ پوړي چارواکي باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټي، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا ته کار وکړي.»

اپټا هوکړه لیک

افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۱م كال كې د سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو په موخه د اپټا په نوم تړون لاسلیک کړانځور: Getty Images

افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۱م كال كې د سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو په موخه د اپټا په نوم تړون لاسلیک کړ. ددې تړون له مخې افغان موټر کولاى شي د پاکستان بېلا بېلو ښارونو او بندرونو ته تګ راتګ وکړي دغه راز، پاکستاني موټر به هم د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هيوادونو ته لار ولري.

اقتصادي شنونکي وايي، پاکستان په تېرو څه باندې لسو کلونو کې ددغه هوکړه لیک له موادو په سمه توګه ګټه اخېستې، خو افغان حکومت نه دی توانېدلی چې له دغه تړون څخه د پام وړ ګټه واخلي.

افغان سوداګر وايي، پاکستان تل ددغه هوکړه لیک له عملي کېدو غاړه غړولې او ددغه هيواد په بیلابیلو بندرونو کې یې افغان سوداګریزو توکو موټرو ته ستونزې پیدا کړي.

اپټا تړون کې تعدیلات

خو اوس افغان چارواکي وايي، ددغه تړون پر بیا کتنه کار روان دی. د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دې اړه وویل: «اپټا هوکړه لیک پر تعدیل د نړیوال سوداګریز سازمان د معیارونو سره سم کار روان دی، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ولسونه د سیمه ایز پیوستون په لړ کې د دوه اړخیزه او سیمه ایز، ترانزیټ ،سوداګرۍ او اقتصادې ودې شاهدان واوسي.»

اقتصادي شنونکي وايي، پاکستان له آپتا هوکړه لیک له موادو په سمه توګه ګټه اخېستې خو حکومت پرې نه دی بريالی شویانځور: Faridullah Khan

د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستیال جاوید جیحون د اپټا تړون عملي کېدو ته پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

ده زیاته کړه: «د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادې اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو د خلکو په ګټه ده.»

کتونکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکي تل د سیاسي جنجالونو تر سیوري لاندې راغلي.

د کابل – اسلام اباد ترمنځ چې کله هم په سیاسي او پوځي برخو کې ستونزې راغلي زیان یې سوداګرو او عامو افغانانو ته اوښتی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه چې يو وخت ميلياردونو ډالرو ته رسېدلې په۲۰۲۰م کال کې ۳۶۹ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې.

اسماعیل شاکر – کابل