مجاهد: د استانبول په مذاکراتو کې کومې پایلې ته ونه رسېدو
۱۴۰۴ آبان ۱۷, شنبه
د پاکستان او طالبانو مرکچي پلاوو د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۶مه یو ځل بیا په استانبول کې خبرو اترو ته کښېناستل تر څو په قطر کې د اکتوبر په ۱۹مه د اوربند د شوې هوکړې په ادامه پر پاتې نورو اختلافي مسائیلو بحثونه وکړي او دواړه لوري یوې حل لارې ته ورسیږي.
خو طالبانو نن وویل چې په دغو مذاکراتو کې کومې نتیجې ته ونه رسېدل.
د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې پر اکس ېې خپره کړې ويلي: «متاسفانه پاکستاني لوري د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسؤولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی ښود.»
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستاني پلاوي له خوا «غېرمسئولانه او د نه همکارۍ روحیه» د دې لامل شوه چې د دوی د «نیک نیت د منځګړو له ټولو هڅو» سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږي.
مجاهد دغه راز یو ويډيويي پیغام هم پر اکس شبکه خپور کړی او پر دغې موضوع یې وضاحت ورکړی. هغه د پاکستان پر ځینو پوځي کړیو تور لګولی چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي: «داسې برېښي چې متاسفانه په پاکستان کې د ځینو خاصو پوځي کړیو په افغانستان کې مرکزي او قوي حکومت، امنیت، پرمختګ، سوله او ثبات ښه نه ايسيږي.»
د فرانسې خبرې آژانس په خپل رپوټ کې وايي چې اسلام آباد په سملاسي توګه په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ تر دې یوه ورځ مخکې د مذاکراتو له ماتې سره د مخامخېدو خبره کړې وه او د تروریزم د سرکوبولو مسئولیت ېې د افغانستان په غاړه اچولی وو چې پر وینا ېې «هغوی [طالبان] په کې تر اوسه پاتې راغلي دي.»
مجاهد پاکستان سره د اوربند د شوې هوکړې په هکله وویل چې دغه اوربند تر اوسه د دوی له خوا نه دی مات شوی او دوی به ېې رعایتولو ته ادامه ورکوي.
تارړ لیکلي چې پاکستان د خپلو خلکو د امنیت له پاره له ټولو لازمو لارو چارو استفادې ته ادامه ورکړي.
اسلام آباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان چې په پاکستان کې خونړي بریدونه کوي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له طالبانو غواړي چې دغه ډله مهاره کړي. خو طالبان د اسلام آباد دغه ادعاوې ردوي او وايي چې دوی پر پاکستاني طالبانو کنټرول نه لري او دغې ډلې سره د پاکستان د حکومت اختلاف د دوی خپله داخلي موضوع بولي.
ذبیح الله مجاهد په ننۍ اعلامیه کې هم دغې مسئلې ته اشاره کړې او ویلي دي چې دوی «یو ځل بیا په خپل اصولي دریځ ټينګار کوي چې هیچاته به اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده وکړي.»
مجاهد زیاته کړې چې همدارنګه نه به «بل هیواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي.»
د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي مذاکرات د قطر او ترکیې په منځګړيتوب وروسته له هغې پیل شول چې دواړو لورو تېره میاشت په خپلو کې خونړۍ حملې درلودې چې له دواړو خواو پکې په لسونو کسان ووژل شول. دغه حملې د ډیوریند د ۲۶۰۰ کیلومتره ګډه پولې په اوږدو کې وشوې.