طالبانو په کابل کې د پاکستان شارژدافير احظار کړی دی
۱۴۰۵ اردیبهشت ۸, سهشنبه
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې پر افغانستان یې د پاکستان د تازه بريدونو له کبله په کابل کې د دغه هېواد شارژدافير ته اعتراضي ليک سپارلی دی. د طالبانو ادارې همدا راز ويلي دي چې د «افغانستان له خاورې څخه دفاع خپل مشروع حق ګڼي« او د دغه بريدونو د «ناوړه پايلو» په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وروستیو کې دواړه لورو ته تلفات اړولي دي او پر وروستي اوربند سربیره هم يو ځل بيا د نښتو د شديدو ښکاروندوي کوي.
اړونده موضوع:
د طالبانو يوه سيمه ایز چارواکي رسنيو ته وويل چې «د دوشنبې په ورځ په کونړ ولايت کې د پاکستان په توغنديز بريد کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپيان شوي چې ماشومان هم پکې دي.»
د رپوټونو پر اساس په ټپيانو کې د کونړ د «سيد جمال الدين افغان» پوهنتون يو شمیر محصلين هم شامل دي چې د دې بريد هدف ګرځيدلی وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د ټولنیزو رسنيو په ایکس شبکه کې ليکلي: «نن، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافير احضار کړ او هغه ته یې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ديورنډ کرښې په اوږدو کې د غير نظامي او عمومي تاسيساتو او د کونړ په مرکز کې د يوه پوهنتون د هدف ګرځولو له کبله يو اعتراضي ليک وسپاره.»
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د افغانستان د رسنیو رپوټونه رد کړي او ويلی یې دي چې پاکستان پر پوهنتون بريد نه دی کړی. ياد وزارت ويلي دي چې هدفونه یې په دقيقه توګه په نخښه کړي او يوازې پر تروریستي اهدافو باندې بريدونه شوي دي.
د پولې بلې غاړې ته هم د لږ تر لږه دريو ملکي کسانو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د پاکستان د سرحدي ځواکونو يوه وياند وويل چې په جنوبي وزيرستان کې دا پېښه د دواړو لوريو ترمنځ د اوربند له اعلان راهېسې تر ټولو جدي پېښه ده.
د طلوع نیوز رسنۍ د طالب چارواکو په حواله رپوټونه ورکړي دي چې پاکستاني چارواکو د يکشنبې په ورځ سپين بولدک ته څيرمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ دروازې ته نږدې يو ماشوم په ډزو وژلی دی.
د دې په تعقيب د طالبانو ځواکونو په سپين بولدک کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل شوي چې همدا څه ښايي د نښتو د دې نوي پړاو د پیليدو باعث شوي وي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې وروستۍ پېښه به دقت سره وڅیړي: «د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي امارت له خلکو او خاورې څخه دفاع خپل مشروع حق ګڼي او له پاکستاني اړخ څخه غوښتنه کوي..... چې له دې ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي او هغوی ته ورپه يادوي چې دا ډول غير مسئولانه اقدامات به ناوړه پایلې ولري.»
اړونده موضوع: چین: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې د پرمختګ په حال کې دی
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترينګلتياوې د تیر کال په اوږدو کې څو ځلي ډېرې پراخې شوي او د پولې په اوږدو کې نښتې رامنځته شوي دي. په فيبرورۍ میاشت کې پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره په «ښکاره جګړه» کې قرار لري.
د ترينګلتياو د له منځه وړولو له پاره چين هم هلې ځلې وکړې او د دغه هېواد په ارومچي ښار کې دا وروستي مذاکرات د طالبانو او پاکستان دواړو له لوري رغنده او پر يوه پراخ توافق متمرکزې وبللې.
د منځګړيتوب په هڅو کې سعودي عربستان، قطر او ترکیه هم ښکیله وه.
پاکستان او افغانستان د روژې میاشتې په پای کې پر يوه لنډ اوربند باندې توافق کړی وو.
پاکستان د طالبانو اداره د «تحريک طالبان پاکستان» «ټي پي پي» ډلې څخه په ملاتړ تورنوي، هغه ادعا چې په کابل کې د طالبانو رژيم یې ردوي.