1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د سولې خبرو ته ژمن يو؛ «واقعي اسلامي» نظام غواړو

۱۴۰۰ خرداد ۳۰, یکشنبه

طالبانو د شنبې په ورځ وويل دوی د سولې مذاکراتو ته ژمن دي او په افغانستان کې یو «واقعي اسلامي» نظام غوښتونکي دي. آیا د دغه ډول یو احتمالي نظام په راتلو سره به د افغان میرمنو حقونه له نوو قوانینو سره مخ نه شي؟

Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
انځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

د طالبانو دغه نوی بیان په داسې حال کې خپور شوی چې په قطر کې د دغې اسلامپالې ډلې او د افغان حکومت د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې مذاکرات سست شوي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اخراج بهير په پیلیدو سره سم جګړو په ډراماتيکه توګه زور اخیستی دی. له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو بهیر به د سپتمبر په ۱۱مه بشپړ شي.

د سولې مذاکراتو په درولو سره د چارواکو انديښنې زیاتې شوي او ويلي يې دي چې طالبانو تر اوسه پورې په لیکنې بڼه داسې يوه طرحه نه ده وړاندې کړې کوم چې د مذاکراتو د پيل نقطې په توګه ورڅخه استفاده وشي.

تر دې وړاندې افغان لوړپوړو چارواکو په کراتو ويلي دي چې طالبانو سولې ته ژمن نه دي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح، نن یکشنبه (د جون ۲۰م) پر ټويټر ليکلي دی چي »طالبان د سولي د مذاکراتو يو اړخ دي خو تمرکز يې پر تاوتريخوالي او جګړې دی.«
ملا برادر وايي: «مونږ هغه پوښتنې درک کوو چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته رامينځ ته کيدونکي نظام د ډول په اړه هم له افغانانو او هم له نړیوالو سره موجودې دي.» 

طالبانو داسې وخت دغه اعلاميه خپره کړې چې دغې دلې په افغانستان کې په وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی دیانځور: Sherinagha Azizi

هغه د اعلاميې په يو بل ځای کې ويلي دي: «واقعي اسلامي نظام د افغانانو د ټولو ستونزو د هواري تر ټولو ښه وسیله ده.» برادر زیاته کړې ده: «په بین الافغاني مذاکراتو کې زمونږ ګډون او له هغه څخه حمایت د دې ښکارندویه ده چې مونږ د تفاهم له لارې د مشکل پرحل باور لرو».

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دغه راز ويلي دي چې په راتلونکې نظام کې به د افغان میرمنو او د افغانستان د اقلیتونو حقونه خوندي وي او ديپلوماتان او غیرحکومتي موسسات به وشي کړی د امن په فضا کې کار وکړي: «ښځو او نارینه له پاره د کار کولو او تعلیم امکانات برابر کړي.»

خو په مشخصه توګه دغه خبره روښانه شوې نه ده چې آیا طالبان به ښځو ته د جنسیت له مخې په ټولنه، د کار په ځای او ښوونځيو کې د فعالیت کولو اجازه ورکړي او که نه. رويترز لیکي چې د طالبانو ویاند په دې اړه د دوی پوښتنې ته تر اوسه پورې ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو له ۲۰۰۱ کال نه مخکې د خپل واک پر مهال ښځو ته د کار او تعلیم اجازه نه ورکوله. خو اوس داسې ويل کيږي چې دغې ډلې په خپل سیاست کې نرمښت راوستلی دی. د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير، مسعود اندرابي د جون په ۱۵مه وويل: «طالبان هيڅ نه دي بدل شوي.» هغه پر خپل ټويټر يوه ويډيو خپره کړې وه چې يوه ودانۍ په بمونو الوځول کيږي. اندرابي ويلي وو چې طالبانو د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ ساختمان تر نيولو وروسته په بمونو له منځه يوړه. هغه لیکلي وو: «داسې اعمال ښيي چې طالبان په هيڅ مانا نه دي بدل شوي بلکې تر پخوا څو چنده وحشي او له تمدنه لري شوي دي.»

د امريکا د استخباراتو ادارې شنونکو په می میاشتې کې يوه ارزونه خپره کړې وه او په هغې کې يې ویلي وو که چيرته طالبان بیرته واک ته ورسيږي نو د ښځو د حقونو په برخه کې چې کوم پرمختګونه کړي دي هغه به «ډیر شاته ووهل شي.»

رويټرز/س.م./م.ک.ص./ا.ا.