د سولې ولسي حرکت: موږ په افغانستان کې اوربند غواړو
۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعهد سولې د ولسي حرکت غړي، عبدالمالک همدرد، د جمعې په ورځ (د نومبر ۶مه) په کابل کې د امريکا سفارت له مخې دويچه وله ته پر ټيلفون وويل چې په ننۍ حرکت کې له دوی سره شاوخوا ۲۰۰ کسان چې ټول يې قومي مشران او مخور دي، برخه لري. هغه وويل: «عمومي هدف مو دا دی چې په جګړې کې ښکيلې خواوې اوربند وکړي.»
د همدرد په خبره تر څو چې اوربند رامنځ ته نه شي يوازې د سولې خبرې اترې «کومه معنی نه لري او دا د وخت ضایع کیدل دي.»
د سولې د ولسي حرکت دغه غړي زیاته کړه که څه هم طالبانو او امریکا په خپلو کې هوکړه کړې، خو په افغانستان کې اوس هم جګړه ادامه لري او هره ورځ افغان ځوانان، ښځې او ماشومان وژل کيږي.
د هغه په خبره د دې پر ځای چې په دغې هوکړې سره په افغانستان کې جګړه کمه شوې وای، برخلاف يې لا زیاته شوې ده: « په ځانګړې توګه په وروستيو کې په هلمند، کندهار او کندز کې جګړو ډير زور اخیستی دی.»
عبدالمالک همدرد وويل تر هغې چې د سفارت له لورې ورته «سپينه خبره» نه وي شوي دوی به د سفارت مخې ته خپل مدني حرکت ته ادامه ورکوي.
هغه د سپينې خبرې په اړه وضاحت ورکړ او وې ويل چې امريکا کولای شي پر ټولو هغو خواوو فشار وارد کړې چې د افغانستان په جګړه کې ښکيل دي او يا يې ملاتړ کوي.
امريکا متحده ايالاتو او طالبانو د روان کال د فبرورۍ مياشتې په پای کې په قطر کې د سولې يو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې د افغان حکومت او طالبانو له لورې د بنديانو د تبادلې بهير هم ترسره شو چې په نتیجه کې يې بين الافغاني خبرو ته لاره هواره شوه. نژدې دوه مياشتې کیږي چې د قطر هيواد په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د سولې مذاکراتي ټيمونه شتون لري خو تر اوسه د دوی په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی.
محمد کریم صالح/س.ر.