1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د امریکايي ځواکونو د وتلو ممکنه ځنډ رد کړ

۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبه

طالبانو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ممکنه ځنډ په کلکه رد کړی دی. دغه خبره د طالبانو يوه ویاند د آلمان خبري آژانس سره په یوه مرکه کې کړې ده.

Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
انځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د دوشنبې ورځې په رپوټ کې د طالبانو د ویاند، ذبیح الله مجاهد له قوله ليکي: «زموږ جنګيالي به هيڅکله د مودې له غځولو سره توافق ونه کړي.»

مجاهد زیاته کړه: «ناټو، امريکا او نورې ټولې خواوې دې نتيجې ته رسيدلي دي چې که چيرته دوی غواړي چې اوسنی بحران ختم شي، نو د حل يوازنۍ لاره يې پر شوو توافقاتو باندې عمل کول ده.»

امریکا د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په پای کې له طالبانو سره په کړې تړون کې ژمنه کړې ده چې خپل ټول ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال د می تر لومړۍ نېټه له افغانستان څخه وباسي. په بدل کې يې طالبانو هم ځينې ژمنې کړي دي چې له هغې څخه یوه هم له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو پيليدل دي.

خو پر طالبانو باندې تور دی چې دوی د هوکړې مطابق پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. د بيلګې په توګه داسې ويل کيږي چې طالبان لا هم د تروريستي ډلو سره اړيکي لري او له بلې خوا په افغانستان کې د تاوتريخوالو کچه هم ډيره لوړه شوې ده.

د طالبانو د ویاند په خبره که چیرته ديپلوماتيکي لارې وتړل شي بيا به نو بې له جګړې بله هيڅ لار نه ويانځور: STR/AFP/Getty images

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ وويل چې د ناټو سازمان به په افغانستان کې خپل ماموريت ته ادامه ورکوي.

طالبان هم د سیاسي حل لارې په لټه کې دي، خو ورسره خبرداری ورکوي چې که چيرته پر شوو توافقاتو عمل ونشي نو عواقب به ولري. 

د طالبانو ویاند زياته کړې ده: «که خدای مه کړه تړون نقض شي، نو په هغه صورت کې به د افغانستان خلک په يقین سره له خپل ځانه دفاع کوي... څنګه چې دوی دا تير شل کاله کړې ده.»

خو هغه زیاته کړې ده چې هر ډول تصمیم به يوازې په می مياشت کې نيول کیږي، البته په هغه صورت کې که هغه وخت هم بهرني ځواکونه په هیواد کې پاتې وي.

مجاهد دغه راز وويل: «که چیرته ديپلوماتيکي لارې وتړل شي بيا به نو بې له جګړې بله هيڅ لار نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د سولې مذاکرات هم د اوونيو راهيسې په ټپه ولاړ دي. مجاهد د طالبانو په منځ کې روانې سلا مشورې د مذاکراتو د دريدو يو دلیل ښيي.

امریکا طالبانو سره په کړې تړون کې ژمنه کړې ده چې ټول ځواکونه به يې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشتې له افغانستان وباسي.انځور: AFP/G. Cacace

هغه په دې اړه زیاته کړه: «موږ په عمومي توګه مذاکرات نه دي پریښي، موږ د مذاکراتو ادامې ته ژمن يوو.»

د امریکا د نوي ولسمشر، جو بايدن ادارې ويلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر شوي تړون به له سره کتنه کوي. ظاهرا داسې ښکاري چې دغې خبرې طالبان د دغې هوکړې د برخليک په اړه انديښمن کړي وي.

بل خوا د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ تيره اوونۍ وویل چې د ناټو د دفاع وزیرانو له افغانستانه د ځواکونو د راوتلو په هکله وروستۍ پریکړه نه ده کړې. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، د سولې خبرې وکړي او د القاعدې ملاتړ پریږدي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې ناټو په کلکه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او د دې پروسې د يوې برخې په توګه یې «په افغانستان کې په څرګند ډول د خپلو ځواکونو شمیر راکم کړی دی«.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل