د ولسمشر اشرف غني،متحدين که مخالفین؟
۱۴۰۰ خرداد ۱۷, دوشنبهد ولسمشر غني ځيني داسي متحدين چي حتي د دغه په حکومت کي يې لوړي چوکۍ لرلې، ستر امتيازونه ورکړل شوي ول يا په انتخاباتي کامپاينونو کې ورسره ولاړ ول اوس کله د هغه د پرېکړو او لارښوونو پر وړاندي داسي دريځ نيسي چې کله نا کله د حکومت د سختي سرخوږۍ سبب کيږي.
کار پوهان د دې کار دليل په حکومت کې ځينو اشخاصو ته د قومونو د شمېر له مخي ونډي ورکول ښيي او وايي کله چې يو چاته سمه ونډه و نه رسي يا د هغه په شخصي تاوان وي، بيا نو هغه د حکومت مخالفت او سرخوږی ورته جوړوي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودير صافې وايې: «ولسمشر غنې خپله خبره کوي او بل چاته وخت نه ورکوي. حال دا چې دلته قحط الرجال نه دې. دی يوازې له هغو پېژندل شويو څېرو سره معاملې کوي، چې ولس ترې نه کومه ښه خاطره نه لري. دغه کسانو ته له خپلې بقا پرته ملې ګټې کوم ارزښت نه لري.«
د افغانستان اوسني حالت ته په کتو سره چې له يوې خوا بهرني ځواکونه له دغه هيواده وځي او له بلي خوا له طالبانو سره د سولي خبرو د پيليدو هڅي رواني دي، تر بل هر وخت اوس د سیاسونو يوې ملي اجماع ته ډېره اړتيا ليدل کيږي. خو دا کار هغه وخت کيدای شي سياسي او جهادي څېرې تر خپلو شخصي گټو تېر شي.
د ولسي جرګه پخوانۍ غړې او په تير مهال کې په کانادا کې د افغانستان سفيره شينکۍ کروخيل وايي افغانستان د ټولو افغانانو پلرنې ټاټوبې دی چې د ملي ګټو ساتنه يې پر موږ يو شان فرض ده: »په دې شیبو کي د ټولو قومونو مليتونو يووالې ته ضرورت دی، که دوی له ډاکټر غني سره نه دريږې نو افغانستان خو يوازې د ډاکټر غني نه دی. دا هيواد زموږ د ټولو ګډ کور دې، زموږ مور ده، له دښمنانو څخه يې ساتنه او ثبات ټيڼګول زموږ ټولو دنده ده.»
ځيني کار پوهان بيا د دې ستونزي لامل په هيواد کي د پياوړو سياسي گوندونو نه شتون په گوته کوي او هغه چې جوړ شوي او شمېر يې په لسگونو دی وايي چې يوازي واک ته د رسېدو د معاملې له پاره جوړ شوي دي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسيو علومو استاد نصرالله ستانکزی وايي: «په افغانستان کې سياسي ګوندونه او حرکتونه په بنسټز ډول نشته. هغه کسان چې د ځينو ګوندونو په مشرتابه کي واقع کيږې، هغوی فکر کوی چې دا د دوي شخصې ملکيت دی او هر ډول چې غواړي ترې نه ګټه اخلي. په هيواد کي هغه سیاسی ګوندونه چې دا دوه څلويښت کاله د معاملو تجربه لري، دوی يوازي امتياز غواړي او له حکومتونو سره معاملې کوي.»
د دوه تابعيته چارواکو ستونزه
نه يوازي د افغانستان په حکومت بلکي ولسي جرگه کي د دوه تابعيته کسانو ستونزه ډېره ستره ده. په ولسي جرگه کي خو ځيني غړي حتی په مياشتو هم په خپلو غونډو کي حاضر نه وي، ځکه د خپلو کورنيو د ليدو په موخه تر هيواد د باندي وي.
په حکومت کي دننه دوه تابعيته چارواکو باندي بيا د نه تجربې نیوکه کیږي او پړه يې ټوله پر ولسمشر غني اچول کيږي.
پوهاند صافی وايي چې د دغه حالت پړه په اوس وخت کې هم د ښاغلي غني پرغاړه ده، ځکه په خبره يې په افغانستان کې دننه يې پر رسیدلو کدرونو حساب ونه کړ: «ولسمشر غنې خپله خبره کوي او بل چاته وخت نه ورکوي. له بهر څخه راغلي چارواکي ملي ګټو ته ژمن نه دي او دوي په يو ډول نه يو ډول عامه شتمنۍ لوټ کوي بهر ته يې ليږدوي، څو په بهر کې يې کورنۍ پرې عيش او عشرت وکړي او له هيواده د بيرته وتلو په وخت کې غواړي چې په هغه هيوادونو کې چې کورنۍ يې ميشتې دي د ښو ډيرو پيسو سره ولاړ شي.»