1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د مسکو غونډه د دوحې د مذاکراتو بديل نه ده

۱۳۹۹ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په مسکو کې جوړيدونکي غونډه په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو ځای نه نيسي.

Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

په دوحه کې د طالبانو د استازو او حکومتي هيئت ترمنځ مذاکراتو کې په دې وروستيو کې هیڅ پرمختګ نه ترسترګو کيږي.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې جيلينا پورتر د يوې خبري غونډې پر وخت وويل چې په مسکو کې د پنجشنبې په ورځ جوړيدونکي غونډه «په دوحه کې د روانو مذاکراتو ځای نه نيسي.»

تيره اونۍ د روسيې د بهرنيو چارو وزير هم ويلي ول چي په مسکو کي د افغانستان په اړه غونډه له قطر يا نورو هيوادونو سره رقابت نه دی.

لاوروف د ترکيې او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو مولوت چاووش اوغلو او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په گډ خبري کنفرانس کي ويلي ول: «موږ ټول علاقه مند يوو چي د افغانستان غميزه هرڅومره ژر چي کيږي پای ومومي.»

هغه وويل: «دا د يموکراتيک سازۍ د پايلو يوه بله نمونه ده چي غير سيمه ايز هيوادونه هڅه کوي چي په عمل کي يې پياده کړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل