په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر دوستانه مرستو د همغږۍ دفتر مشرې اشانون اوهارا، د دوشنبې (د اګست میاشتې ۸ نیټه) په ورځ وویل چې د ریشتر په مقیاس ۶،۰ درجې زلزلې د دغه هیواد په ختیځ کې د غریزو او ناهمواره سیمو سړکونه زیانمن کړي او له دې امله په ۴۴۱ اغیزمنو شوو کلیو کې د ویجاړیو د ارزیابۍ بهیر ډیر زیات ستونزمن شوی دی.
میرمن اوهارا زیاته کړه چې د ۵،۲ نیولې تر ۵،۶ درجې تعقیبي زلزلو ستونزې لا پسې زیاتې کړې. هغې وویل چې د اګست په ۳۱ نیټه زلزلې لږ تر لږه د ۲۲۰۰ کسانو ژوند واخیست او دغه شمیر کیدای شي د نورو مړو په موندلو سره نور هم لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې دغې زلزلې ۵۰۰ زره کسان اغیزمن کړي چې ترنیمایي ډیر یې ماشومان دي او یو شمیر نور یې هغه کسان دي چې د ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه په اجباري ډول بیرته خپل هیواد ته ستنول شوي دي.
اوهارا، زیامنو شوو ته د رسیدګۍ په برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وویل چې له جلال اباد څخه په شدید ډول زیانمنې شوې سیمې ته سفر یې چې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لاره ده، شپږنیم ساعته دوام وکړ.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وویل: «کله چې مونږ د زلزلې د مرکز پر لور د حرکت په حال کې و، داسې کورنۍ مو ولیدلې چې په مخالف لور ته روان ول. هغه بې ځایه شوي چې ورته ډیر لږ پاتې شوي شیان یې له ځان سره انتقالول. اکثرو یې هم هغه د زلزلې د شپې جامې پر تن درلودلې.»
په افغانستان کې زلزلې په تیره بیا ښځې او کوچنیان اغیزمن کړي
ویجاړۍ او غم: په افغانستان کې تر سختې زلزلې وروسته ډېري کورنۍ دباندې ورځې او شپې تیروي. لیرو پرتو سیمو ته د ژغورونکو ځواکونو ورتگ ستونزمن دی. نړیوالې مرستې په ځنډ سره روانې دي.
انځور: Sayed Hassib/REUTERSد کورونو په ويجاړیو کې یوازې د هغوی چتونه رنگه ښکاري. دغه زلزله د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو سخته زلزله وه او د ریشتر په مقیاس ۶،۰ درجې وه. یوازې په تر ټولو سخت اغیزمن سوي کونړ ولایت کې د افغان چارواکو او ملگرو ملتونو په حواله شاوخوا ۱۴۰۰ کسان مړه سوي دي. ډېر خلک لا په ویجاړ سوو ودانیو کې بند پاته دي.
انځور: Sayed Hassib/REUTERS د خپل کور د ویجاړیو مخې ته غمجن حالت
یو افغان ځوان د کونړ ولایت په نورگل ولسوالۍ کې د مزار درې په کلې کې د زلزلې له امله خپل ویجاړ سوي کور مخې ته ناست دی. مرستدویان د زخمیانو په درملنه بوخت دي.
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Imagesلکه څنگه چې د مځکې ښوئیدنې او ډبرو د رالویدو له امله ډېر سړکونه بند سوي، له پاکستان سره په سرحد کې ډېرو غرنیو سیمو ته لاس رسی سخت دی. افغان چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، په کونړ کې د ژغورنې ټیمونه لاهم ځینو غرنیو سیمو ته نه دي رسېدلي. تر ورانیو لاندي سوو خلکو د ژغورنې او ژوندی پاته سوو کسانو ته د رسیدگۍ کارونه لا نه دي پیل سوي.
انځور: Sayed Hassib/REUTERSد سر د زخمي کیدو له پاره یوه پټۍ
د دې له پاره چې د مځکې ښوېدنې او ډبرو د ښوېدو له امله له بهر څخه قطع سوو کلیو ته لاس رسی پیدا سي، مرستندیوه ټیمونه په داسې حال کې چې دارو درمل او طبي وسایل او خوراکي توکي ورسره دي، ډېر وخت په کیلومترو اوږدې لارې په پښو وهي. پر دې سربیره ډېر هیلیکوپترونه هم په فعالیت بوختې دي. په انځور کې دغې نجلۍ چې پر سر ټپي سوې ده، د زخم د تړلو یوه پټۍ ترلاسه کړې ده.
انځور: Sayed Hassib/REUTERSتر ورانیو لاندې کسانو پسې لټون
د ژغورنې عملیات ستونزمن ښکاري. مرستندویان ځیني وخت په تشو لاسو مځکه کیندي. د ژغورنې درانه وسایل په اختیار کې نسته. چین او بریتانيا خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان دارو درمل او همدارنگه طبي متخصصین استولي دي. د دیاکوني او کاریتاس سازمانونو ترڅنگ آلماني بڼسټونو مالي او اضطراري مرستې آماده کړې دي.
انځور: Sayed Hassib/REUTERSد پوځي هیلیکوپتر په مرسته د قربانیانو انتقال
د کلي اوسیدونکي د هغې پوځي هیلیکوپتر پر شاوخوا راټول سوي دي چې همدا اوس کښېناستلې ده، تر څو د هغې زلزلې قربانیان انتقال کړي چې له امله یې په سلونو کسان مړه سوي او ډېر کلي ویجاړ سوي دي.
انځور: Wahidullah Kakar/AP Photo/dpa/picture allianceد کونړ د سپیرو په کلي کې نارینه د ډېرو قربانيانو له پاره څنگ پرڅنگ قبرونه کیندي. افغان چارواکې اټکل کوي چې د مړو شمیر به نور هم زیات سي، ځکه چې په ټوله سیمه کې لا د ژغورنې عملیات پای ته نه دي رسیدلي.
انځور: Nasrullah Khan/REUTERSښځې او کوچنیان سخت اغیزمن سوي
یوه نجلۍ د کونړ د مزار په دره کې د خپل کور د ویجاړیو په مخ کې ولاړه ده. لکه څنگه چې ښځې او نجونې په کورونو کې دي، نو د روغتیايي مرستو رسول ورته سخت دي. له بلې خوا د ژوندي پاته سوو کسانو له پاره خیمې نسته، نو له همدې کبله ښځې او نجونې مجبوره دي په آزاده هوا کې بیدې سي، چې دا کار ډیر خطرناک دی.
انځور: Sayed Hassib/REUTERSد طالبانو ادارې په واله په تیرو دوو ورځو کې د هيليکوپترو ۱۵۵ پروازونه سوي ول چې ۲۰۰۰ زخمیان او د هغوی خپلوان روغتونونو ته انتقال کړي. په کونړ کې د مزار په دره کې یو کوچنی سیار کلینیک جوړ سوی دی، ترڅو په عاجل ډول د زخمیانو درملنه وکړي. همدارنگه نړیوالې مرستې هم پیل سوې دي.
انځور: Sayed Hassib/REUTERS اوهارا زیاته کړه: «مېندو او پلرونو خپل ماشومان انتقالول په داسې حال کې چې پر ټپونو یې پلسترونه تړل شوي و.»
ضرورتونه ډیر زیات دي
په افغانستان کې د بشري مرستو د هم غږۍ دفتر مشرې وویل چې د زلزلې مرکز ته په نږدې کیدو سره مو ولیدل چې ویجاړۍ څومره شدید او پراخې دي. د نوموړې په وینا کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي او هرې خوا ته د مردار شوو حیواناتو بد بوې احساسیږي.
د هغې په وینا یو شمیر خلک په مزدحمو خیمو او یو شمیر نور بیا تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کوي.
میرمن اوهارا وویل چې په دغو سیمو کې د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي امکانات شتون نه لري او د کولرا او یا وبایي ناروغیو د خپریدو ویره موجوده ده: «لومړنۍ ارزونې ښیې چې ۹۲ سلنه د دغو کسانو په آزاده فضاء کې خپل حاجت رفع کوي. د وبا د خپریدو احتمال د انديښنې وړ دی.»
اوهار چې پنځه ورځې په زلزله ځپلو سیمو کې پاتې شوې ده د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې یې په ملګرو ملتونو کې موجود خبریالانو ته د سیمې د وضعیت په اړه خپله ارزونه وړاندې کړه.
هغې وویل چې اړتیاوې تر اندازې ډیرې دي چې په هغې کې د څښاک پاکې اوبه، خوراکي توکي، خیمې، تشنابونه او ګرمې جامې شاملې دي، ځکه ممکن د اکتوبر په پای کې په یو شمیر دغو سیمو کې د واورو وریدل پيل شي.
میرمن اوهارا د زلزله ځپلو له درو کمپنو څخه د لیدنې پر مهال وویل چې په ځانګړي توګه ښځو پر دې ټینګار کولو چې د څښاک اوبو او د ځان او خپلو ماشومانو له پاره جامو ته اړتیا لري.
نوموړې په بیړه د مرستو رسولو پر اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل چې هره ورځ کیدلی شي چې باران وشي او په هغو درو کې چې د زلزله ځپلو له پاره کمپونه جوړ شوي دي، په ناڅاپي ډول سیلابونه را ووځي.
سربیره پر دې نورې تعقیبي زلزلې کیدلی شي د ځمکې ښویدنې سبب شي او ځینو سیمو ته لاسرسی لا زیات ستونزمن کړي.
د کونړ زلزله؛ بې ځایه شوي له کومو ستونزو سره مخ دي؟
This browser does not support the video element.