د کابل چاودنه کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپيان شوي دي
۱۳۹۹ بهمن ۱۸, شنبهاعلان
د کابل د پوليسو وياند، فردوس فرامرز، په خبره په چاودنه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي، خو د چاودنې په هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. تر اوسه کومې ډلې هم د پېښې مسئوليت نه دی منلی. خو په تېرو وختونو کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې د افغانستان پر هندو او سکهـ ټولنې باندې د مرګونو بريدونو د تر سره کولو پړه منلې وه.