طالبان: په سالنګ کې واورې ښوېدنې تلفات اړولي
۱۴۰۴ بهمن ۳, جمعه
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس، په ايکس شبکه کې د يوه خبر په نشرولو سره ویلي دي چې درنې واورې ، طوفان او د واورې ښوېدو له کبله د سالنګ په دوشاخ سيمه کې يو هوټل او څو دوکانداران تر واورو لاندې شول.
نوموړي ويلي دي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست عملياتي ټيمونو بند پاتې کسان وژغورل. د هغه په خبره په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي دي چې د دويم کس جسد نن د ژغورنې ټيمونو د هڅو په پایله کې تر واورو لاندې موندل شوی دی. هغه زياته کړې چې نور ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.
حق شناس، وويل چې نن جمعه هم په ځينو ساحو کې په ځانګړي توګه په جنوبي سالنګ کې طوفان او تیز بادونه جريان لري.
د طالبانو د فوايد عامې وزارت له خلکو غوښتي دي چې د واروې اورېدو او خراب موسم پر وخت پر هغو لارو له راتګ راتګ ډډه وکړي چې د ترافيکو پر مخ تړلي وي.
په دې وروستيو دوو ورځو کې د افغانستان يو شمیر ولایتونه د واورې او اورښتونو شاهد ول او د رپوټونو پر اساس د واورې له کبله د افغانستان يو شمیر سيمو ته غځيدلې لارې بندې دي. وروستيو اورښتونو تلفات هم درلودل.
تېره ورځ د طالبانو د طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی وو چې د بارانونو او واورې له کبله په پروان، باميان، ميدان وردک، کندهار، جوزجان او فارياب کې ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
په يوه جلا پېښه کې په نورستان ولايت کې د چهارشنبې په ورځ تر سختو اورښتونو وروسته ځمکې ښوېدو يو کور لاندې کړی وو چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ دريو غړيو ژوند له لاسه ورکړی او نور دوه ټپيان شوي دي.