1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغلان – د طالبانو نومول شوی ولسوال له درو ملګرو سره وژل شوی

۱۳۹۹ آذر ۱۶, یکشنبه

د بغلان امنیه قوماندانۍ د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ له پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال له وژل کیدو خبر ورکوي. سرچینې د دغه طالب ولسوال د ملا امیر محمد په نوم ښودلی دی.

Afghanistan - Symbolbild - Afhanische Nationalarmee
آرشيفانځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini

د بغلان د امنيه قوماندانۍ ویاند، جاويد بشارت، د يکشنبې په ورځ (د دسمبر ۶مه) رسنیو ته وويل چې ملا امير محمد له خپلو درو ملګرو سره نن د دوشي ولسوالۍ په کُروه سیمه کې وژل شوی دی.

بشارت زیاتوی: «طالبانو نن د دوشي ولسوالۍ په کروه سیمه کې د سیميزو پولیسو پر ېوه پوسته باندې حمله کړې وه چې په نتيجه کې يې «ملا امیر محمد له خپلو درو ملګرو سره ووژل شو.»

هغه زیاتوي چې نوموړی له څه مودې راهیسې د طالبانو له لوري د خنجان ولسوالۍ له پاره ولسوال ټاکل شوی وو. دوشۍ او خنجان د بغلان سويل ته د يو بل په ګاونډ کې پرتې ولسوالۍ دي چې د کابل لويه لار هم پرې تيره شوې ده.