د پریزیډیم نټ ورک په نامه سازمان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل لومړۍ نېټه) په خپل یوه ټویټري پيغام کې ویلي دي چې دوی د درو نیول شوو کسانو له ډلې څخه د دوو تنو له کورنیو سره له ډیر نږدې نه په تماس کې دي.
«طالبانو د نجونو د زده کړو ملاتړی مطیع الله ویسا نیولی»
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوی پر دې کار کوي، څو وکولی شي په افغانستان کې د نیول شوو بریتانوي اتباعو سره د قونسلګرۍ له طریقه ارتباط ټينګ کړي.
په افغانستان کې د جنګي جرم په تور يو آستراليايي عسکر نيول شوی
ګمان کیږي چې د نیول شوو کسانو له ډلې دوه تنه یې د جنورۍ په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي او دا چې دریم کس کله یا څه وخت نیول شوی دی، تر اوسه پورې په دې اړه معلومات نشته.
زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:
زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند
په افغانستان کې د طالبانو له لوري په دراماتیک ډول د واک پر نیولو سربیره، ورځنی ژوند روان دی. خو ورځ تر بلې ژوند د تغیر په حال کې دی، په ځانګړي ډول د ښځو له پاره.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERSله افغانستان څخه خپریدونکي انځورونه او ویډیوګانې په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ښيې، لکه د هرات په دغه رستورانت کې، چې مشتریانو ته هرکلی ویل کیږي. خو د پخوا په پرتله د پام وړ یو بدلون تر سترګو کیږي: د میزونو شا او خوا یوازې نارینه لیدل کیږي چې زیاتره یې دودیز کالي اغوستي وي او د ځینو یې پګړۍ پر سر وي. په ښارونو کې د ښځو شمیر ډیر کم شوی.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERSد نجونو او هلکانو د صنفونو جلا کیدل
د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې یوې پردې دغه محصلین سره جلا کړي دي. د جنسیت له مخې جلا والی دلته یوه رسمي پالیسي ده او ښایي لا پسې پراخه شي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي څو ورځې مخکې په کابل کې وویل: «په ګډو صنفونو کې زده کړه له یوې خوا له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده او له بلې خوا د افغانانو د ملي، فرهنګي او عنعنوي ارزښتونو سره په تضاد کې ده.»
انځور: AAMIR QURESHI AFP via Getty Imagesد ائتلافي ځواکونو تر شل کلن حضور وروسته هغه حقوق چې ښځو ترلاسه کړي وو ژر له منځه ولاړل. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال په خبره د ښځینه ورزشکارانو له پاره به سپورت منع شي.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERSطالبانو هر لوري ته د تالاښۍ پوستې جوړې کړي دي. خلک په وسلو سمبال طالبانو څخه اندیښنه لري او له دې کبله غواړي د امکان تر حده د چا د پاو وړ و نه ګرځي. غربي لباس ډیر کم تر سترګو کیږي او په درنو وسلو سمبال کسان زیات ليدل کيږي.
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture allianceپه کابل کې هغه کارګر چې په ورځني مزد کار کوي، د یوه سړک پر غاړه په دې تمه دي چې یو څوک یې کار ته بوځي. افغانستان چې د طالبانو تر ولکې دمخه يې هم اقتصادي وضعيت کمزوری وو، اوس د اقتصادي سقوط او لا زیاتې بې روزګارۍ سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په راتلونکو میاشتو کې زیات انسانان بې وزلي ګواښي.
انځور: Bernat Armangue/dpa/picture allianceد بشري حقونو له پاره مبارزه
له افغان مېرمنو سر پر بې رحمانه سرکوب سربیره هغوی بیا هم د خپل تعلیم، کار او مساوي حقوقو غوښتنه کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبر ورکړی دی چې سوله ایز لاریونونه هم د تاوتریخوالي ډک چلن سره مخامخ کیږي. طالبانو مظاهره کوونکي په لښتو او درو وهلي او فیرونه يې پرې کړي دي چې تر اوسه د څلورو کسانو د وژل کیدو او نور ډېرو د ټپيانيدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
انځور: REUTERSله بل لوري دغه ښځې وایي چې دوی د طالبانو له نویو مقرراتو څخه راضي دي. دغه ښځې چې د طالبانو امنیتي کسانو بدرګه کولې، د طالبانو له چلن څخه بشپړ رضایت ښکاره کاوه. د دغو لاریون کوونکو په خبره هغه میرمنې چې له هیواده وځي د دوی استازیتوب نه کوي او په دې باور دي چې اسلامي قوانین د هغوی خوندیتوب تامینوي.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Imagesد طالبانو ضد لاریونونو برعکس دا ځل د هغوی [طالبانو] په پلوۍ لاریون ته خبریالان هم وربلل شوي ول. ځینې هغه خبریالان چې د طالبانو ضد لاریونونو ته یې خبري پوښښ ورکاوه د طالبانو له خوا له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو. دا د بدلیدونکي وخت په ځانګړې توګه د ښځو له پاره یو روښانه نښانه ده.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images د رسنیو د رپوټونو په حواله یو له دغو کسانو څخه د یوه مرستندویه سازمان داکتر دی چې د پرمختیایي مرستندویانو له پاره د استوګنې ځایونو د برابرولو د یوه مرکز منیجر یا مشر دی او دویم تن یې د یوټیوب شبکې یو پيژندل شوې څیره (یوټیوبر) ده چې مختلفو ځایونو ته سفرونه کوي.
طالبانو یو ځوان نيولی وو، اوس يې جسد کورنۍ ته سپارلی
پریزیډیم نټ ورک، د تویتر ټولنیزې شبکې له لارې پر طالبانو غږ کړی دی چې دغه کسان خوشي کړي او د دغو کسانو نیول کیدل شاید د سوء تفاهم په اساس شوی وي.
له پریزیډیم نټ ورک، یا شبکې څخه سکاوټ ریچرډز، له Sky News تلویزونې شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د دوی د سازمان د موندنو په اساس دغه کسان «په ښو شرایطو» کې دي او ښه چلند ورسره کیږي. د نوموړې شبکې په حواله د شکنجې یا ناوړه چلند په هکله هیڅ شواهد نشته دی.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا