1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل هوايي ډګر کي د ماشومانو دردونکی برخليک

۱۴۰۰ شهریور ۱, دوشنبه

د کابل په هوايي ډګر کي ګډوډې او د خلکو ګڼه ګوڼه لا هم دوام لري. هلته تر نورو زیات د ماشومانو وضعيت خراب دی. ځيني ماشومان له خپلو مېندو او پلرونو جلا شوي. د هغوی د ځينو په اړه هيڅ معلومات نشته.

Konflikt in Afghanistan
انځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/U.S. Marine Corps/AP/dpa/picture alliance

د کابل په هواي ډګر کې د راټولو شويو خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله ډېر کسان په دغه ټيل ماټيل کي تر پښو لاندې شوي،ټپيان شوي او يا يې ژوند له لاسه ورکړی دی. په کابل کي د ناسم حاکم وضعيت له کبله د ټپيانو او قرباني شويو کسانو شمير معلوم نه دی.

په دغه ګڼه ګوڼه کې له مور او پلار څخه د ورکو شويو يا پاته شويو ماشومانو د برخليک په اړه اندېښنې ډيري جدي دي، ويل کيږې چې په دغه هوايې ډګر کي يو شمير ماشومان له خپلو پلرونو او ميندو څخه بېل شوي دي.

د آلمان «شپيګل انلاین» انترنيت پاڼي په يوه راپور کي راغلي دي چې په کابل هوايي ډګر کي دننه ماشومان ورک شوي دي.

انځور: OMAR HAIDIRI/AFP

يادي رسنۍ په کابل کې د آريانا تلويزيون د يوه راپور له مخي ليکلي چې يوې افغانې کورنۍ پوره یوه اونۍ په کابل هوايي ډګر کې پخپل ماشوم پسې لټون کړی دی او خپل ماشوم يې نه دی موندلی.

برسیره پر دې ويل شوي دي چې سیمه ايزو خبريالانو په دغه هوايي ډګر کي د ورکو شويو ماشومانو عکسونه پر ټولنيزو رسنيو خپاره کړي دي. د دغو ماشومانو ميندو او پلرونو د خپلو ورکو شويو ماشومانو عکسونه خپاره کړي، ترڅو ماشومان يې پيدا شي.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب